شهزاده سعود د خپل نوکر په وژنې په عمري بند محکوم شو

د سعودي شهزاده له خپل نوکر سره
Image caption د سعودي شهزاده له خپل نوکر سره

د سعودي عربستان یو شهزاره د لندن په یوه پنځه ستوریز هوتل کې د خپل نوکر د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو.

شهازده سعود عبدالعزیز بن ناصر السعود په تېره فبرورۍ میاشت کې د لندن په یوه هوټل کې خپل نوکر وژلی و.

پر نوموړي تور دې چې خپل۳۲ کلن نوکر بندر عبدالعزیز یې سخت شکنجه کړی او بیا یې وژلی دی.

۳۴ کلن شهزداه سعود عبدالعزیز بن ناصر السعود خپل نوکر او د پېښې قرباني بندر عبدالعزیز ته سخت سپکاوی کړی.

په محکمې کې دا هم وویل شول چې سعودي شهزاده یو شمېر نارینه همجنس بازان او مساژران هم وربللي و، چې په عین وخت کې پر شهزاده د همجنس بازی ادعا هم شوې ده.

یواځې یو ساعت دوام وکړ چې د سعودي شهزاده په دوو پېښو کې ګرم وبلل شو.

Image caption په محکمې کې د څارونکې کمرې هغه فلم هم ښکاره شو چې د جنورۍ په ۲۲ نیټه ، شهزاده لانډ مارک هوټل په لیفت کې پر بندر عبدالعزیز برید کوي.

په محکمې کې د څارونکې کمرې هغه فلم هم ښکاره شو چې د جنورۍ په ۲۲ نیټه ، شهزاده لانډ مارک هوټل په لیفت کې پر بندر عبدالعزیز برید کوي.

ددغو شواهدو په ښوولو سره څارنوال وویل چې له عبدالعزیز څخه د سوک وهلو د کڅوړې په شان کار اخیستل شوی دی.

دغه راز د فبرورۍ د پنځلسمې نیټې د وژنې پېښه د جنسي ناوړه اړیکو اړخ هم لري.

د نړیوالو پولیسو یو غړي جان مکفرالانې وویل سعودي شهزاده دا کار قصدا کړی او د نوکر په ځورولو کې یې له خپل ځواک څخه په سیستماتیک ډول ګټه اوچته کړې ده.