د اکتوبر ۲۰ مه د تاریخ په پاڼو کې

چيني پوځيان
Image caption 1962 - چينايي پوځيان په هند کې ورښکته شول.

1603 - چين پر فليپين ناکامه بريد وکړ چې 23000 تنه پکې ووژل شول.

1813 - په ويستفيليا کې جرمني پاچاهي ړنګه شوه.

په 1818 - د کاناډا او امريکا ترمنځ 49 سرحدي اصلاحات رامنځ ته شول.

1820 - هسپانيا د فلوريدا ځينې برخې د پنځو ميليونو ډالرو په بدل کې پر امريکا خرڅې کړې.

1822 - د لندن د سنډې ټايمز ورځپاڼې لومړۍ ګڼه له چاپه راووت.

1856 - په هالند کې د ارنهم او اوبېرهوسېن ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پرانيستل شوه.

1880 - په امستردام کې وړيا يعنې بې فيسه پوهتنونونه پرانيستل شول.

1908- پاچا دویم ليويول کانګو پر بلجيم خرڅ کړ.

1935 - په مادريد کې ۴۰۰ زره تنو د فاشيستانو پر ضد پراخ لاريون وکړ.

1944 - روسيي او يوګوسلاوي پوځيانو بلګراد خوشی کړ.

1962 - چينايي پوځيان په هند کې ورښکته شول.

1962 - فرانسې په الجزاير کې تر ځمکې لاندې اټومي ازموينې وکړې.

1990 - د عراق د جګړې پر ضد د امريکا په 20 ښارونو کې لاريونونه وشول.

ورته مطالب