د اکتوبر ۲۲ مه د تاریخ په پاڼو کې

شاهنشاه رضا پهلوي
Image caption ١٩٧٩ - د ايران شړل شوى شاهنشاه رضا پهلوي د سرطاان ناروغۍ د درملنې لپاره نيويارک ته ولاړ.

١٧٢١ - تزار پيتر د ټولې روسيې امپراتور شو.

۱۷۹۷ - اندرېس جاک د پراشوټ لومړۍ بڼه جوړه کړه.

١٨٦١ – د ‎ټيلگراف لومړۍ ليکه جوړه شوه او د ختيځ او لوېديځ ساحلونه يې سره وتړل.

١٨٩٧ - د نړۍ د موټر پلورلو لومړنۍ معاملې په لندن کې ترسره شوې.

١٩٢٨ - چين ټول روسي روزونکي او ملکي کارکوونکي له خپل هېواد ه وشړل.

١٩٤٨ - د مصر شاهي بېړۍ د اسراييلو لخوا ډوبه شوه.

۱۹۵۴ - لوېديځ جرمني په شمالي اټلانټيک سازمان (ناټو) کې ورګډ شو.

۱۹۵۶ - بريتانيا په اسټراليا کې اتومي ازمينه وکړه.

۱۹۶۲ - پخواني شوروي د قزاقستان په ختيځ کې اټومي ازموينه وکړه.

١٩٧٩ - د ايران شړل شوى شاهنشاه رضا پهلوي د سرطاان ناروغۍ د درملنې لپاره نيويارک ته ولاړ.

ورته مطالب