د اکتوبر ۲۳ مه د تاریخ په پاڼو کې

Image caption ۱۹۴۲- د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال برتانيا د مصر په علمين کې د جرمني ځواکونو پر ضد ستر بريد پيل کړ.

۱۹۱۵- د ښځو غورځنګ په نيويارک کې لاريون وکړ او د رای ورکولو حق غوښتنه يې کوله.

۱۹۴۴- د شوروي پوځ پر هنګري يرغل وکړ.

۱۹۵۰- د يوګوسلاويا مشر (مارشال ټيټو) د کمونېستي نظام په ننګونې سره له امريکا او برتانيا وغوښتل چې دغه وچکالۍ ځپلي هېواد سره مرسته وکړي، په داسې حال چې ګڼ وکړي په کې له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

۱۹۵۶ – په لسګونو زره خلک په پلازمېنه بوداپست کې په لاريون ووتل او پر هنګري يې د شوروي د واکمنۍ پای ته رسولو غوښتنه کوله.

۱۹۷۷- په لوېديځ جرمني، لندن، پاريس، سټوکهولم، ويانا او روم کې څه د پاسه يو میليون وګړي له هغو احتجاجونو سره يو ځای شول چې پر اروپايي خاوره يې د د امريکا د اتومي توغنديو ځای پر ځای کولو مخالفت کاوه.

۱۹۷۸-چين او جاپان د څلور لسيزو خپل منځي توپيرونه په رسمی دول پای ته ورسول.

۱۹۸۳- يو ځانمرګي د چاودېدونکو توکيو ډکه لارۍ په بيروت کې د امريکا د سمندري ځواکونو اډې ته ننه ايسته او په چاودنې سره يې (۱۴۶) امريکايي او (۲۷) فرانسوي پوځيان ووژل.

۲۰۰۲ – (۵۰) تنه چيچنايي اورپکيو پر مسکو تياتر يرغل وکړ، او (۷۰۰۰) تنه يې يرغل ونيول. د روسيې ځانګړيو ځواکونو بيا پر تياتر بريد وکړ د ډېری اورپکيو په ګډون يې (۱۲۰) تنه يرغمل هم ورسره ووژل.

ورته مطالب