ویکیلیکس د عراق د جګړې پټ اسناد خپاره کړل

بد ويکيليکس
Image caption ږوتمړې سپينې مانۍ د ويکيليکس وېبپاڼې ته خواست کړی و چې پاتې ۱۵ زره اسناد خپاره نه کړي.

د ويکيليکس وېبپاڼه په ډاګه کوي چې مېړانه ساري يا يو بل ته لېږدېدونکې ده.

دا چې څوک، په خپله (ويکيليکس) ته د حقونو او روڼوالي د پلوي يا هم د يوې بې مسوليته، خطرناک او کېدی شي د ناقانونه اړخ په سترګه وګوري.

تر ډېره پر دې پور تړاو لري چې دا خبره څوک کوي. د دغې وېبپاڼې بنسټ په (۲۰۰۶) کال ايښودل شوی، او خپله لومړۍ موخه يې دا په ډاګه کړې چې د نامعلومو سرچينو سندونو راسپړنې لپاره، چې د سياسي ځپنې څرګندونه په کې وي.

يو ډګر برابر کړي، او تر ډېره به له اروپا، افريقا، اسيا او منځني ختيځ سره تړلي وي. دغې وېبپاڼې په زر ګونو داسې سندونه خپاره کړي چې په کېنيا کې له فساده نيولې، بيا په بريتانيا کې د تر توندلارو ښي اړخه ډلو پورې، له هر څه سره تړلي وي.

خو دا د همدې وېبپاڼې برېکړه وه چې په افغانستان کې د جګړې په اړه نژدې (۸۰) زره سندونه خپاره کړي، چې پراخې ناندرۍ یې راوپارولې.

د امريکا د دفاع وزير روبرټ ګېټس دې ته اشاره وکړه چې د (ويکيليکس) لاسونه پر وينو سره دي:

''د جګړې پر ډګر به د دغو سندونو د خپرولو پايلې کېدی شي زموږ ځواکونو، ايتلافي او افغان ملګريو لپاره سختې او خطرناکې وي، او هم کېدی شي د نړۍ په دغه مهمه برخه زموږ اړيکو او نوم ته زيان ورسوي. ''

Image caption د عراق د ابو غریب زندانیانو د شکنجې کولو ډېری خبرونه خپاره شوی دي.

د ښاغلي ګېټس دغه خبره د (ويکيليس) د بنسټ ايښودونکي (جوليان اسانج) له لوري رد شوه. ښاغلي اسانج وويل:

''په دې اړه به خلک فکر کوي چې د امريکا د دفاع وزارت ولې پر انګېرل شويو وينو ټينګار کوي، چې دوی وايي تر ډېره به زموږ پر لاسونو وي، سره له دې چې د دې هېڅ دليل هم نشته، د هغو (۲۲) زره خلکو د ژوند په پرتله، چې په افغانستان کې له منځه تللي، چې زموږ د موادو له مخې مستند شوي او وړاندې شوي دي.''

(ويکيليکس) اوس خپل ځان لپاره د نړۍ په بېلابېلو برخو ډېر ملګري او هم ډېر غليمان موندلی دي.

دغې وېبپاڼې د (بښنې نړيوالې ټولنې) له لوري د خبل کار په مقابل کې جايزه ګټلې، خو په چين کې پرې بنديز دی، او کېدی شی د اسټرالي حکومت له لوري له بندیز لګونې سره مخامخ شي.

د (ويکيليکس) بنسټ ايښودونکی جوليان اسانج او د وېبپاڼې نور کارکوونکي وايي دوی د قانون پلي کونې ادارو له خوا له ستونزو سره مخامخ شوي.

Image caption د (ويکيليکس) بنسټ ايښودونکی جوليان اسانج او د وېبپاڼې نور کارکوونکي وايي دوی د قانون پلي کونې ادارو له خوا له ستونزو سره مخامخ شوي.

خو په جرمني کې د د (ويکيليکس) پخوانی استازی تېره مياشت له دغې ټولنې سره کار پرېښود، او د دوی د کار پر لارو چارو يې نيوکې کولې.

"د مالي ښکېلتیا"

د عراق د جګړې په تړاو په خپرو شوو اسنادو کې، چې یوه عربي تلوېزيوني چینل هم خپاره کړي، راغلي چې ''د عراق لومړي وزیر نوري المالکي ډلې خلک وژلي او شکنجه کړي دي. او په وینا یې د ایران لخوا هلته په پټه شیعه ملېشو ته وسلې ورکړل شوې دي .''

ویکیلیکس دا هم ویلي چې په عراق کې د امریکا امنيتي بلک واټر شرکت ګڼ ولسي وګړي په لوی لاس وژلي دي.

ورته مطالب