د استرالیا مخکنی لومړی وزیر په بوټو وویشتل شو

جان هاوارډ
Image caption جان هاوارډ د جورج بوش له نژدې ملاتړو څخه و.

یوه استراليايي وګړي پر عراق د جګړې په لاریون کې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر جان هاوارډ په خپلو بوټانو وویشت او خپله غصه یې پرې سړه کړه.

پېښه د تلوېزیوني ګرمو مخامخ خبرو پرمهال شوې ده.

تر دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې یوه عراقي خبریال د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش په خپلو بوټانو ویشتلی و.

پر ښاغلي هاوارډ هغه مهال د بوټانو برید وشو، چې د "ای بي سي تلوېزیون" په "پوښتنه او ځواب" پروګرام کې یې پر عراق د جګړې د توجیه دلایل وړاندې کول.

جان هاوارډ پر عراق د جورج بوش لخوا د برید له نژدې ملاتړو څخه و.

ښاغلي هاوراډ وویل: "ګمان کوم چې دغې جګړې توجیه درلود. خو د پوځي ماموریت پرمهال ځينې تېروتنې هم وشوې. ګمان کوم چې هلته پوځي ټولګي لږ ول او د عراقي پوځ منحلول یوه تېروتنه وه. خو پر عراق د جګړې له پرېکړې اوس هم دفاع کوم."

پر همدې خبرې سره په تلوېزیون کې یو بل مېلمه پيټر ګرای پاڅېده او هاوارډ یې په خپلو بوټانو وویشت، او له هغه یې وغوښتل چې ولې یې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ په ۲۰۰۳ کال کې دوه زره استراليايي پوځيان عراق ته ولېږل.

ښاغلي ګرای د بوټانو په ګوزار سره نارې کړې چې: "دا د وژل شوو عراقیانو لپاره "، یوې بلې ښځې هم پر لومړي وزیر ورچیغې کړې چې: "ستا لاسونه لاهم په وینو سره دي."

خو د ګرای بوټان پر هدف ور سیخ نه شول، او له دې سره هغه او په غصه شوې ښځه د تلوېزیون له مخامخ خپرونې او سټوډيو څخه وایستل شول.

د جان هاوارډ غبرګون ایله په خندا کې راڅرګند شو، او په ناچارۍ سره خبریال بښنه ترې وغوښته. او وویل: "ډېره بښنه غواړم، ډېره بښنه."

خو ښاغلي ګرای ویلي چې د خپلو بوټانو د ګوزار لپاره توجیه لري: "دا کار مې ځکه وکړ، چې زرګونه کسان راوپاروم او دا ما ته یوه زمینه برابره شوې وه، د نړۍ په هر ګوټ په تېره بیا په منځني ختيځ کې زرګونه کسان د هغه مخالف دي، دا باید وښیم چې پر عراق له برید سره ټول استرالیایان موافق نه وو."