د ګوانتانامو ځوان زنداني لګېدلي تورونه ومنل

عمر خضر
Image caption څېړونکي دا کار له امکانه خالي نه بولي چې امريکايي واکمن په لوی لاس ددغه دعوې څخه د شرم له لاسه ځان کاږي ځکه دغه زلمی د نيول کېدو پر وخت لغړزنی هلک و چې تر ټپي کېدو وروسته نيول شوی و.

عمر خضر ته د ګوانتانامو د زیاتره زندانيانو د نارنجي رنګه جامو پر ځای د لوېديځوالو عام کالي وراغوستل شوي ول.

ده پوځي قاضي ته د دفاع پر ځای پنځه سره تورونه په خپله ومنل چې په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې يې د القاعدې او غربي لښکرو په يوه بريد کې يو امريکايي پوځي په لاسي بم وژلی و.

همدرنګه يې منلي چې په لويو لارو کې يې د لويو چاودونو بمونه خښ کړي او په خپله القاعدې جنګي زده کړه ورکړې وه.

که څه هم په محکمه کې دده ليکلې دفاع تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، خو قاضي ويل چې کاناډا ته دعمر خضر سپارل د امريکا د دفاع وزارت منلي ده چې په امريکا کې تر يوه کال بند وروسته به يې په لاس ورکوي.

ويل کېږي چې د سه شنبې پر ورځ به اووه امريکايي پوځيان دده د سزا په باب پرېکړه وکړي.

څېړونکي دا کار له امکانه خالي نه بولي چې امريکايي واکمن په لوی لاس ددغه دعوې څخه د شرم له لاسه ځان کاږي ځکه دغه زلمی د نيول کېدو پر وخت لغړزنی هلک و چې تر ټپي کېدو وروسته نيول شوی و.

تر دويمي نړيوالي جګړې وروسته امريکا د نړۍ لومړی هيواد بلل کيږي چې د جنګ په جرمونو تورن لومړی داسې کس محکمه کوي چې د ادعا شوي جرم پر وخت پينځلس کلن و.

د ګوانتانامو منتقدين عمر خضر د نيول کېدو پر وخت يو لغړزني عسکر بولي ځکه وايي بايد محاکمه نه شي.

Image caption د امريکايي چارواکو د سرچينو له مخې عمر خضر په افغانستان او پاکستان کې هم ډېر ژوند کړی دی.

څېړونکي اټکل کوي چې ودې شي پر عمر خدر عمري بند راووځي او يا هم کاناډا ته په لاس ورکړل شي.

د عمر خضر محکمه سږ دوبی پېلېده خو د وکيل د ناجوړۍ له لاسه تر اوسه ځنډېدلې وه.

د امريکايي چارواکو د سرچينو له مخې عمر خضر په افغانستان او پاکستان کې هم ډېر ژوند کړی دی.

ولسمشر بارک اوباما تر سپيني ماڼۍ د مخه ژمنه کړې وه چې د ګوانټانامو زندان به ختموي، خو دغه هڅي يې ګانګرس په وارو وارو ور پارچاو کړې دي.

ورته مطالب