ګورباچوف: په افغانستان کې د ناټو بریا ناشونې ده

ښاغلی ګورباچف
Image caption ښاغلي ګورباچف وویل امریکا د سعودي عربستان په مالي مرسته هغه اورپکي روزلي چې اوس افغانستان او پاکستان بې ثباته کوي

د پخواني شوروي مشر میخایل ګورباچف ناټو ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پوځي بریا ناشونې ده.

ښاغلي ګورباچف چې څه باندي ۲۰ کاله وړاندې یې له افغانستانه د شوروي ځواکونه وایستل، بي بي سي ته ویلي تر ټولو ښه لاسته راوړنه به دا وي چې له دغه هېواد سره مرسته وشي چې له جګړې وروسته بېرته ورغېږي

هغه راتلونکی اوړی له افغانستانه د امریکایې سرتېرو د وتلو د پیل په اړه د ولسمشر اوباما پرېکړه وستایله، خو نیوکه یې دا وه چې امریکا له دوو لسیزو راهیسې په سیمه کې ښکېله ده.

ښاغلي ګورباچف وویل امریکا د سعودي عربستان په مالي مرسته هغه اورپکي روزلي چې اوس افغانستان او پاکستان بې ثباته کوي:

''په افغانستان کې بریا ناشونې ده. دا سمه ده چې اوباما خپل ځواکونه باسي.دا کار چې څومره ستونزمن دی، مهمه نه ده. موږ وړاندي تر دې چې له افغانستان څخه شوروي ځواکونه وباسو، په دې اړه مو په افغانستان کې د ننه له بېلابیلو ځواکونو، ایران، هند، پاکستان او البته له امریکا سره مو هم موضوع شریکه کړه.

موږ هیله لرله چې امریکا به زموږ پر هغه پرېکړه راسره ودرېږي چې افغانستان دې یو بې طرفه، دیموکراتیک هېواد وي چې له خپلو ګاونډیانو او امریکا او شوروي دواړو سره ښې اړیکې ولري.

Image caption هولبروک ټينګار کړی و چې " د سولې او پخلاینې خبرې دمګړۍ د چارو په پرمختګ کې د بریالیتوب په مانا نه دی" او په پوځي بریا دا مانا نه لري چې ګني ارومرو د د افغانستان جګړه وګټل شي.

امریکاییانو تل ویل چې ددغې پرېکړې ملاتړې دي، خو په عین حال کې یې اورپکي روزل. همداسې کسان وو لکه چې نن افغانستان او تر هغه لا ډېر پاکستان وځپل شو. نو دا به د امریکا لپاره ستونزمنه وي چې له دغسې شرایطو نه ووځي.''

کورباچف دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کړې، چې واشنګټن ویلي وو یو شمېر جګپوړي طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک ویلي وو چې "د طالبانو زیاتره مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي. "

خو نوموړي په افغانستان کې ترینګلی جنګي وضعیت د ویتنام او یوګوسلاویا له جګړو سره د نه پرتله کولو ګڼلی دی او وايي چې " په افغانستان کې چې هرڅوک زموږ پرضد جنګېږي، موږ یې خپل دښمنان بولو."

هولبروک ټينګار کړی و چې " د سولې او پخلاینې خبرې دمګړۍ د چارو په پرمختګ کې د بریالیتوب په مانا نه دی" او په پوځي بریا دا مانا نه لري چې ګني ارومرو د د افغانستان جګړه وګټل شي.

ورته مطالب