لوېديز غواړي په نومبر کې له ايران سره خبرې پيل کړي

اوباما او احمدي نژاد
Image caption تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د خبرو په نوي پړاو کې به کوم پرمختګ وشي او کنه؟ خو لوېديز تمه لري چې خپلې موخې به ترلاسه کړي.

د نيويارک ټايمز ورځپانې د راپورونو پر بنسټ امريکا او متحدين يې پر ايران باندې ددغه هېواد داټومي پروګرام له امله پر يوه نوي او سخت وړانديز سلا کېدو ته نژدي شوي دي.

ورځپاڼې د سپينې ماڼې د چارواکو له خولې ويلي چې په احتمالي ډول به ددغه سخت وړانديز جزييات له ايران سره د خبرو د بيا پيلولو پرمهال په ډاگه شي.

امريکا او اروپايي متحدينو يې وړانديز کړی چې د نوامبر پر پېنځلسمه له ايران سره له سره خبرې پيل شي.

تراوسه که څه هم ايران ويلي چې غواړي په خبرو کې برخه واخلي خو د خبرو د نېټو په اړه يې کومه موافقه نه ده کړې.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوه راپور له مخې چې د يوې باوري سرچينې پربنسټ خپور شوی لوېديز غواړي ايران ته يو ځل بيا د يوې معاملې وړانديز وکړي، چې له مخې يې ايران د خپلو غني شويو يورانيمو ډېره برخه د باندې واستوي او په بدل کې به يې د تهران په اټومي رييکټر کې د څېړنې لپاره اټومي سونتوکي ترلاسه کوي.

پر دې معاملې يوکال مخکې په جينوا کې موافقه شوې وه خو هېڅ کله پلې نه شوه. دا ځل به لوېديز له ايرانه وغواړي چې تر ټيټې کچې غني شوي ډېر يورانيم بهر واستوي.

لوېديز به دا هم وغواړي چې ايران دې د يورانيمو غني کول تر شلو درجو پورې وساتي او ددې ترڅنګ به له سره د يورانيمو د نه غني کولو غوښتنې هم وي.داسې برېښي چې ايران به ډېری دغه شرايط ومني.

ځکه چې ايرانيانو هم له خپله اړخه د خبرو د بيا پيلولو لپاره خپل شرايط ټاکلي چې په هغو کې د اسرايلو د اټومي پروګرام په هکله ځيني اندېښنې هم شاملې دي، خو داسې نه برېښي چې لوېديز دې د ايران شرايط ومني.

په همدې حال کې د لوېديز ډيپلوماټان دغو شرايطو ته په داسې نظر نه ګوري چې ګنې د خبرو د بيا پيلولو مخه دې ډب کړي.

دې هرڅه ته په کتو سره دواړه خواوې جدي لوبه کوي او دواړه ګومان کوي چې وخت يې په لاس کې دی.

په همدې حال کې ايران يورانيم پخوي او داسې درجې ته يې رسوي چې د بم په جوړولو کې کارولو ته نژدي شي.

اخوا لوېديز ګومان کوي چې بنديزونو د ايران پر حکومت کړۍ تنګه کړې او پايلې به يې ښې وي.