د بغداد په شمال کې ځانمرګي برید ۲۵ وژلي

بغداد
Image caption په برید کې درې ښځې او دوه ماشومان هم وژل شوي.

عراقي چارواکي وايي یوه ځانمرګي برید کوونکي د بغداد د شمالي ختيځ دیالي سیمې په یوه رستورانت کې ځان چوولی، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژبوله اړولې ده.

په برید کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

عراقي چارواکي وايي، برید کوونکي د ښار په یوه رستورانت کې ځان چوولی چې زیاتره وژل شوي د رستورانت مېلمانه ول.

د بلدروز سیمې د پولیسو مشر احمد التمیمي ویلي، په وژل شوو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شته.

رویټرز خبري اژانس د سیمې د یوه اوسېدونکي صادق عباس له خولې ویلي چې: "رستورانت ته زه په نژدې کېدا وم، چې چاودنه وشوه، او ټوله سیمه لوخړو په سر واخیسته. پولیسو هوايي ډزې پيل کړې چې راغونډ شوي خلک تیت پرک کړي، او دوی د چاودنې ځای ته خپل ځانونه ورسوي."

د ویلو ده چې په دغه سیمه کې زیاتره شیعه کردان اوسېږي، چې "الفیلیة" یې بولي.

بلدروز د بغداد په شمال ختيځ کې ۷۰ کیلومتره لیرې پرته سیمه ده.

دا له کابو یوې میاشتې راهیسې په عراق کې تر ټولو لوی برید دی.

ورته مطالب