په بغداد کې هممهاله چاودنو لږترلږه ۶۳ کسان وژلي

بغداد
Image caption په بغداد کې همماله تر لسو ډېرې چاودنې او د هاوان بریدونه شوي.

په بغداد کې بمي چاودنو لږترلږه ۶۳ کسان وژلي او سلګونه نور يې ټپي کړي دي.

د پلازمېنې په لروبر په شیعه مېشتو سیمو کې لس هممهاله چاودنې، د سړک غاړې چاودنې او د هاوان ډزې شوې دي.

ځينو چاودنو کافې او رستورانونه په نښه کړي وو.

په بغداد کې د بي بي سي خبریال وايي پولیسو ویلي چې ټولې چاودنې د ولسي خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې شوې دي.

پولیسو د بغداد په ختيځ کې ګرځبندیز اعلان کړی.

دا چاودنې ایله دوه ورځې وروسته له هغه شوې، چې په بغداد کې د یوې کلیسا د ننه وسله والو عیسوي عبادت کوونکي یرغمل نیولي وو چې بیا په نښته کې ۵۰ کسان ووژل شول.

Image caption دا چاودنې ایله دوه ورځې وروسته له هغه شوې، چې په بغداد کې د یوې کلیسا د ننه وسله والو عیسوي عبادت کوونکي یرغمل نیولي وو چې بیا په نښته کې ۵۰ کسان ووژل شول.

رپوټونه وايي د بغداد په جنوب لوېديځه الغزالیه سیمه څلور هاوانونه هم اورول شوي دي.

د بغداد په لوېديځ کې د الیرموک روغتون ډاکټرانو بي بي سي ته ويلي چې دغه روغتون ته ۲۰ مړي او ۷۷ ټپيان وروړل شوي دي.

روغتون وايي چې د وینې د کمښت له لویې ستونزې سره مخامخ دی.

د عراق سیمه ییزو رسنیو د دغه هېواد د روغتیا د وزارت په حواله د روغتونونو دغه مالومات ناسم بللي او وايي چې د ټپيانو سمه درملنه روانه ده.

ورته مطالب