RSS د هند د حکومت له لوري د دوی د غړو پوښتل وغندل

د rss غونډه
Image caption RSS پر حکومت نيوکه کړې چې ددوی د ډلې د تورنولو هڅې کوي.

د هندوانو راشترا سمايام سواک سنګهـ يا RSS بنسټ پالې ډلې د هغه هېواد په څو ښارونو کې لاريونونه کړي دي.

دوی د خپلو لاريونو لامل ددغې ډلې له څو تنوغړو څخه د اجمير د چاودنې په تړاو پوښتنې ګوېږنې بللي.

لومړی د RSS ډلې مشر لاريون پيل کړ.

د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر پر درېمه نېټه په راجستان کې د اجمير په پخواني معبد کې بمي چاودنه وشوه چې درې کسه پکې ووژل شول.

د پېښې له وخته تر دريو کلونو پورې باور دا وه چې د هغې چاودنې تر شا د پاکستان په ملاتړ د مسلمانو مذهبي ډلو لاس دی .

د روان ميلادي کال تر اپريل پورې د هندوانو د RSS ډلې درې غړي نيول شوي ول، او اوس د دغې ډلې پر يوه مشر هم ورته تور لګېدلی دی.

د راشترا سمايام سواک سنګهـ RSS ډلې غړو په پنجاب، حيدر اباد ، لکنهو، هريانا او اوريسا کې لاريونونه کړي دي.

د اتراپردېش په مرکز لکهنو کې چې د هند تر ټولو ستر ايالت دی ددغو فعاليتونو پر مهال د RSS ډلې مشر موهن بګوت يوه وينا کړې ده.

په دې وروستيو کې د لکنهو سترې محکمې پرېکړه کړې وه چې د ايوديا سيمې دوه پر درېيمه برخه مذهبي چارې دې د هندوانو په لاس کې وي چې له څو لسيزو راهيسې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ يوه لانجمنه مسله ده.

څارونکي وايي د RSS ډله د يوه سياسي او قانوني بري پر لوړې څوکې کې ده. RSS پر حکومت نيوکه کړې چې ددوی د ډلې د تورنولو هڅې کوي.

د څېړونکو په اند وروستي لاريونونه دا ښيي چې د سخت دريځو هندوانو هغه هيله چې هند د هندوانو يو ملي ټاټوبی دی کمزورې کېږي او د سيال کانګريس ګوند د اقتصادي پرمختګ او ټولنيز عدالت اجنډا په پراخېدونکې توګه مرکزي ځای نيسي.

د همګټو يا کامنويلټ هېوادونو له لوبو نيولې بيا هند ته د امريکا د ولسمشر بارک اوباما تر سفر پورې د هند حکومت تر پخوا هر وخت ډېره هڅه کوي چې ددغه وخت اقتصادي لاس ته راوړنې او پرانيستې ټولنه ښه وځلوي، چې په دې توګه په نړيوال ډګر کې دغه تر ټولو لوی ډېموکراسۍ لرونکي هېواد ته د هغه د ځای ورکړه تضمين شي.