د برما مخالفه سياستواله انګ سان سوچي خوشې شوه

اغلې سوچي
Image caption اغلې سوچي تر خوشې کېدو وروسته د خپلو پلويانو په منځ کې وويل برمايان د يووالي له لارې خپلو موخو ته رسېدای شي.

د برما د حکومت د مخالفينو مشره انګ سان سوچي خوشې شوې او له خپله کوره د باندې د خپلو پلويانو په منځ کې راڅرګنده شوې ده .

هغې دغلته د وينا په ترڅ کې وويل د يووالي غوښتنه وکړه او ويې ويل په ځينو ځايونو کې بايد څه و نه ويل شي ، خو په ځينو نورو کې بايدخبرې وشي او د برما خلک بايد سره همغږي شي.

هغې زياته کړه برمايان يوازې له همدغې لارې خپلو موخو ته رسېدای شي .

د بي بي سي خبريال چې د برما د پوځي دولت د مخالفينو د دغې مشرې په کور کې دی، د هغې د خوشې کېدو پخلی کوي.

د امنيتي چارواکو په سپارښتنه د اغلې سوچي د کور شاوخوا ته امنتي خنډونه لېري کړای شوي او عيني شاهدانو ويلي د دود پر خلاف نن د هغې د کور شاوخوا ته پوليس نه ښکاري .

يو ساعت وړاندې د دولتي چارواکو د ګاډو يو کاروان د هغې کور ته ورغی چې د نوموړې د خوشې کېدو خبر ورته واوروي .

د برما د حکومت د مخالفينو د مشرې انګ سان سوچي پلويان او مينه وال له تېرې ورځې راهيسې د هغې د کور شاوخوا ته راټول شوي ول او انتظار يې کاوه چې پخپل کور بندي مشره يې راخوشې شي .

تر دې وړاندې د اغلې سوچي پلويانو ويلي ول هغه به داسې خوشې کېدو ته غاړه کېنږدي چې وروسته يې پر سياسي فعاليت محدوديتونه ولګول شي.

انګ سان سوچي پېنځه شپېته کلنه ده او څو کاله مخکې يې د نوبل جايزه هم ګټلې وه . هغې د تېرو يويشتو کلونو په ترڅ کې پېنځلس کاله بند تېر کړی دی .

اغلې سوچي په 1990 کال کې د برما په وروستيو ټولټاکنو کې بريالۍ شوې وه، خو ددغه هېواد پوځي مشرانو ټاکنې باطلې وبللې او دا له هغه وخته تر اوسه پورې د بېلا بېلو تورونو له امله په زندان کې وه .

اغلې سوچي تېر کال خوشې کېدونکې وه، خو کله چی يوه امريکايي هڅه وکړه د يوې ويالې له لارې د هغې کور ته ورشي او له دې سره وويني، نو چارواکو خپله پرېکړه بدله کړه او دا اتلس مياشتې نوره هم په بند کې پاتې شوه .

په برما کې تېره اونۍ ټاکنې وشوې چې په پايله کې د پوځي حکومت ملاتړي ګوند USDP په پارلمان کې اکثريت وګاټه.