امريکايي سياستوال په افغانستان کې د امريکا تګلاره نا سمه بولي

امريکايي سرتېري

د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د امريکايي پخوانيو سياستوالو او پوځي چارواکو يو چمتو شوی راپور وايي چې په افغانستان کې د امريکا د جګړې تګلاره کار نه ورکوي .

دوی په يوه اوږده راپور کې له امريکا غوښتي چې له سره پرې غور وکړي او افغانستان ته دپيسو او سرتېرو د لېږلو پر ځای د هغه هېواد خپل پوځ سم جوړ کړي .

په دغه ډله کې د امريکايي حکومت پخواني سياسي او پوځي چارواکي د سيمي څېړونکي او خبريالان شامل دي.

دغه ډله ۲۵ غړي لري او مشرتوب يې د بهرنيوچارو د پخواني مرستيال وزير ريچارډ ارميټاج او د سپينې ماڼۍ د پخواني جنګي سلاکار سامويل برګر په لاس کې ده.

دوی د افغانستان د جګړې په هکله په دغه راپور کې يوازي د ښاغلي کرزي د حکومت د امنيتي ځواکونو روزنه د هيلې څرک بللی خو نور ټول کارونه يې بې خونده ګڼلي.

دغه راپور چې دوه کم سل مخه دی د جګړې خړ پړ حالت او سر پر سر د پيسو ملاماتوونکي تاوانونه يادوي. راپور په ښکاره وايي چې د افغانستان له جګړې څخه دې ډېر سرتېري را وايستل شي.

دغه ډله چي په واشينګټن کې د بهرنيو اړيکو په يوه څانګه کې بحث ته راغوښتل شوې وه وايي ، د دوی موخه دا نه ده چې د ريښتينی ګواښ په اړه منفي قضاوت وکړي خو د اوسنيو پوځي فعاليتونو له امله د لګښتونو دروند پېټی هغه مهال اوچتېدونی دی چې د نوې جګړه ييزې تګلارې سم پرمختګ وليدل شي.

ډان مارکې چې د بهرنيو اړيکو د شورا په ټولنه کې د سوېلي اسيا د چارو څېړونکی دی وايي ، دافغانستان د جګړې په باره کې د دغه راپور يوه- يوه خبره د واشينګټن له نهيلي دريځ سره برابره ده.

راپور ددې خبرې ملاتړ کړی چې بارک اوباما له پاکستان سره نور هم ملګری پاتې شي او ددې ترڅنګ يې له هغه هېواد سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا غږ کړی دی .

دغې ډلې د سپينې ماڼۍ پر واکمنو زور راوړی چې اسلام اباد ته دې په ټينګه ووايي چې له حقاني ډلې او لښکرطيبه څخه لاره بېله کړي.

ښاغلي ارميټېج د دغه راپور د خپرېدو پر مهال خبرداری ورکړ چې له دغو ډلو څخه بېلېده د اسلام اباد په ګټه دي .

ده وويل که د لښکر طيبه د ممبايي د بريدونو په ډول نوردغسي بريدونه وشي نو دا به د ده په قول هندوستان او پاکستان په جنګ کېباسي.

ارميټېج دا خبرداری هم ورکړ چې که په دغه کار کې په زور يا په رضا موږ بريالي نه شو نو کېدای شي ستونزې ډېرې شي.

دی وايي دسپينې ماڼۍ واکمنو که څه هم له دوی څخه دغه راپور نه دی غوښتی خو دغې ډلې پخپله د ځينو چارواکو سره د راپور په اړه خبرې کړې دي .

ددغې ډلې غړو تر ډېره په افغانستان کې پر اوسنۍ جګړه ييزې تګلارې باندې نيوکې کولې او ويل يې چې بې ګټې ده .

د امريکا د څارګرې ادارې يوه پخواني جاسوس رابرټ ګرينر هم له همدغې ډلې څخه دی چې اوسنۍ جګړه ييزه تګلاره ناکامه ګڼي او وايي د يوه سم افغان پوځ جوړول ډېر زيات لګښت غواړي.

ده وويل امريکا په جګړه کې د نورو سړو او پيسو وس نه لري او وړانديز يې دا و چې چې يو ډېر کوچنی پوځ دي جوړ شي او تر څنګ دې قومي سيمه ييزې ملېشې فعالې شي چې واک يې له سيمه ييزو مشرانو سره او له طالبانو سره وجنګېږي.