د اسيا منډېلا- د انګ سان سوچي ژوند ته کتنه

اغلې سوچي

پېنځه شپېته کلنه انګ سان سوچي د سويلې افريقا د لارښود نيلسن منډېلا په شان د سياسې زور زياتی پر خلاف د سوله ييزو هلو ځلو په برخه کې پر يوه نړيوال سېمبول بدله شوې ده.

اغلې سوچي پخپل هېواد کی د ولسواکۍ د پياوړتيا لپاره د خپل ژوند يويشت کاله په بند تېر کړي دي .

نوموړې د برما د ازادۍ د اتل جنرال انګ سن لور ده. جنرال انګ سن په 1947 کال کې د واک د سپارولو پر وخت ووژل شو.

سوچي د پلار د وژل کېدو پر مهال دوه کلنه وه. دا په 1960 په لومړي ځل هندوستان ته لاړه، دغلته ددې مور د برما د سفيرې په توګه دنده ترسره کوله.

اغلې سوچي په اکسفورډ پوهنتون کې د سياست، اقتصاد او فلسفې په څانګو کې زده کړه وکړې.

هغې د زدکړه په بهير کې له مايکل ايرس سره واده وکړ. څه موده يې په جاپان او بوتان کې ژوند وکړ، په بريتانياکې مېشته شوه او خپل دوه ماشومان يې روزل.

کله چې په 1987 کال کې د خپلې ناروغې مور د پالنې او خدمت لپاره برما ته ولاړه، نو پخپله وينا کې يې وويل ددې په هېواد کې چې څه تېرېږی دا يې په اړه پټه خوله نه شي پاتې کېدای.

برما ته ستنېدل

برما ته تر ستنېدو ورسته يې د ولسواکۍ لپاره هلې ځلې پيل کړې. انګ سان سوچي د مارټن لوتر کينګ او مهاتما ګاندي په شان د عدم تشدد پر فلسفه عمل وکړ او په ټول هېواد کې سوله ييز لاريونونه پيل کړل ، خو پوځي چارواکو په زور د هغې د هلو ځلو مخه ډب کړه.

نوموړې د 1990 کال په ټاکنو کې د درېدو وړ ونه بلل شوه او بندي شوه ، خو له دې سره سره د هغې ګوند په ټاکنو کې ښه بری تر لاسه کړ.

پوځي چارواکو په 1991 کال کې د هغې د National League for Democracy ګوند بری ونه مانه او انګ سان سوچي يې بيا بندي کړه. هغې دا ځل د بند په موده کې د نوبل جايزه هم وګټله .

اغلې سوچي په 1994 کال کې له بنده خلاصه شوه خو د هغې په ګرځېدو راګرځېدو باندې بنديز لا پر ځای پاتې وو.

په 2009 کال کې له نظر بندۍ څخه د سرغړونې په تور ورته اتلس مياشتې سزا نوره هم وارول شوه.

په همدې موده کې هغه د ټينګ او نه ماتېدونکې هوډ له امله خورا مشهوره شوه او په پايله کې يې د خپلو خلکو په منځ کې نه ختمېدونکی اغېز پيدا کړ او هغه تل د خلکو لپاره د هيلو پر سېمبول بدله شوه.

د برما پوځي چارواکو څو وارې هغې ته وړانديز وکړ چې د درملنې لپاره له هېواد وتلای شي خو هغې دغه وړانديز رد کړ او په برما کې پاتې شوه.

اغلې سوچي دوه ورځی وړاندي له بند څخه خوشې شوه. هغې تر خوشې کېدو وروسته د خپلو پلويانو په منځ کې وويل برمايان د يووالي له لارې خپلو موخو ته رسېدای شي.

هغې د وينا په ترڅ کې د يووالي غوښتنه وکړه او ويې ويل په ځينو ځايونو کې بايد څه و نه ويل شي ، خو په ځينو نورو کې بايدخبرې وشي او د برما خلک بايد سره همغږي شي.

اغلې سوچي په 1990 کال کې د برما په وروستيو ټولټاکنو کې بريالۍ شوې وه، خو ددغه هېواد پوځي مشرانو ټاکنې باطلې وبللې او دا له هغه وخته تر اوسه پورې د بېلا بېلو تورونو له امله په زندان کې وه .

اغلې سوچي تېر کال خوشې کېدونکې وه، خو کله چی يوه امريکايي هڅه وکړه د يوې ويالې له لارې د هغې کور ته ورشي او له دې سره وويني، نو چارواکو خپله پرېکړه بدله کړه او دا اتلس مياشتې نوره هم په بند کې پاتې شوه .

په برما کې تېره اونۍ ټاکنې وشوې چې په پايله کې د پوځي حکومت ملاتړي ګوند USDP په پارلمان کې اکثريت وګاټه.