طالباني: طارق عزیز باید اعدام نشي

طارق عزیز
Image caption ښاغلی طالباني وايي طارق عزیز یو عراقي مسیحي دي او باید اعدام نشي.

د عراق ولسمشر جلال طالباني وایي د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال به د هیواد د پخواني لومړي وزیر د مرستیال طارق عزیز د اعدام حکم لاسلیک نه کړي.

طارق عزیز چې د صدام د حکومت یوه پیژندل شوې نړیواله څیره ده، تېره میاشت د عراق د سترې محکمې لخوا د اسلام پاله ډلو د ځورولو په تور په مرګ محکوم شو.

ولسمشر طالباني ویلي، د ښاغلي عزیز د اعدام حکم ځکه نه لاسلیکوي چې نوموړی له طارق عزیز سره د یوه عراقي مسیحي په توګه خواخوږي لري او بله دا چې ښاغلي عزیز اوس د ۷۰ کلونو په عمر پوخ سړی دی.

ولسمشر طالباني وایي طارق عزیز باید اعدام نشي:

''نه زه به د طارق عزیز د مرګ حکم لاسلیک نه کړم. زه به د یوه سوسیال دموکرات په ټوله کې د هېڅ مرګ حکم لاسلیک نه کړم. زه د طارق عزیز د وضعیت په اړه ډېر حساس یم. هغه یو عراقي مسیحي دی او باید اعدام نشي.

همدارنګه هغه یو بوډا سړی دی چې عمر یې له ۷۰ کلونو اوښتی. د دغو ټولو پربنسټ به زه د نوموړي د اعدام حکم لاسلیک نه کړم.''

ورته مطالب