القاعده: منځلاري یهودان هم له توغندیو خوندي نه دي

اسامه بن لادن
Image caption القاعدې ډلې په نورو ژبو هم پیغامونه خپاره کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په عبري ژبه اسراییلو ته د بریدونو ګواښ کوي.

پر القاعدې شبکې پورې یوې تړلې ډلې په عبري ژبه اسراییلو ته ګواښ کړی، چې په غزه کې د وژل شوو فعالینو غچ به ارومرو اخلي.

دا لومړی ځل دی چې القاعده په عبري ژبه اسراییلو ته ګواښ کوي.

القاعدې په دغه نیم دقیقه ییز پیغام کې چې پر انټرنېټ یې خپور کړی، یو سړی په عبري ژبه وايي چې ''منځلاري یهودان هم تر هغه چې د فلسطين له خاورې ونه وځي، له توغندیو او بریدونو خوندي نه دي.''

دغه سړي خپل ځان د 'انصار السنة' ډلې غړی معرفي کړی چې په وینا یې په غزه کې نور ملګري او غړي هم لري.

اسراییلو تېره اوونۍ پر غزه دوه ځلې هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د اسراییلو په وینا پر اسراییلو د بریدونو پلان جوړوونکي محمد نمنم او اسلام یاسین ووژل شول.

په اسراییلو کې د اسلامپالو په چارو کې یوه مخکني اسراییلي استخباراتي کارپوه ماتي شتاینبرګ ویلي، دا لومړی ځل دی چې القاعده په عبري ژبه اسراییلو ته د بریدونو ګواښ کوي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن پلویان پر عربي ژبې سربېره په نورو ژبو هم پيغامونه خپروي، دا هم له دې امله چې په وینا یې ''په اسلامي نړۍ کې د نورو ژبو مسلمانانو ته خپل پیغام ورسوي.''

دغه په ډاګه کوي چې دا لومړی ځل دی چې ''یهودان د برید په اړه د القاعدې لخوا ګواښل کېږي او ښايي چې دا برید نژدې وي.''

د اسراییلو پوځي رادیو د دغې غږیزې وینا یوه برخه خپره کړې، چې وايي په غزه کې به د القاعدې فعالین پر اسراییلو توغندي وتوغوي.

شتاینبرګ زیاتوي د 'انصار السنة' ډله له څو کلونو راهیسې په غزه کې موجوده ده چې د 'جیش الاسلام' له ډلې څخه جلا شوې ده.

ورته مطالب