قاهرې واشنګټن په کورنیو چارو کې په لاسوهونې تورن کړ

مصرۍ ښځې د حکومت پرضد لاریون کې
Image caption د حکومت او مخالفې ټلوالې ترمنځ د ټاکنو په نژدې کېدو سره ترینګلتیا ډېره شوې ده.

مصر پر واشنګټن تور لګولی چې د قاهرې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او امریکا غواړي چې دغه هېواد د راتلونکو پارلماني ټاکنو لباره څارونکي ولېږي.

مصر وايي چې دغه هېواد ته د امریکايي څارونکو لېږل ''په قطعي توګه ردوي.''

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ويلي ''د مصر د کورنیو چارو لپاره د امریکا د ادارې وروستی دريځ او د قاهرې په کورنیو چارو کې لاسوهنه په بشپړه توګه د ردولو وړ ده.'

قاهرې د امریکا لخوا د مصر د دیموکراتیکو اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر د ځینو سلاکارانو او یو شمېر امریکايي سیاستوالو ترمنځ د نظرونو شریکول یو بابیزه کار بللی دی.

د قاهرې په ویناپاڼه کې راغلي، ''دغه کسان د مصر لپاره ځانونه زحمت ایستونکي بولي، خو په حقیقت کې دا ډله په منځني ختيځ کې د تاوتریخوالي ډېرولو ته لمن وهي.''

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کراولي د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي وو چې ''د امریکا متحده ایالتونه په مصر کې د ازادو او رڼو ټاکنو لېواله ده'' او د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو لپاره باید هلته نړیوال څارونکي ولېږل شي، خو مصر د نړیوالو څارونکو ورلېږل په بشپړه توګه ردوي.

د مصري چارواکو په ویناپاڼه کې راغلي ''داسې ښکاري چې امریکا د مصري ټولنې درناوي ته نه ده قایله، بلکې په دغه هېواد کې اړدوړ زیاتول غواړي.''

د مصر او امریکا اړيکي مخکې ښه ول، دا لومړی عربي هېواد دی چې له اسراییلو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ او د اسراییلو او فلسطينیانو ترمنځ یې د ولسمشر بارک اوباما هڅو ته هرکلی ویلی دی.

ورته مطالب