مصر: امنیتي ځواکونو ۱۰۰ اخوانیان نيولي دي

د مصر امنیتي سرتېري
Image caption په مصر کې د پارلماني ټاکنو په رانژدې کېدو سره وضعیت تاروتریخجن شوی دی.

د مصر د امنيتي ځواکونو او اخوان المسلمین ډلې د پلویانو ترمنځ د قاهرې په بېلابېلو ځایونو کې سخت اخ و ډب رامنځ ته شوی دی.

مصري چارواکي وايي حالات هغه مهال ترینګلي شول، چې امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمین ډلې د کاندیدانو پلوي لاریون کوونکي پسې واخیستل.

په مصر کې د بي بي سي خبریال محمد طه وايي، په دې لړ کې د مصر امنيتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ کسان نیولي او په اړدوړ کې ۳۰ نور سخت ژوبل شوي دي.

د اخوان المسلمین ډلې یوه ویاند ویلي، دا اخ و ډب هغه مهال پیل شو، چې امنیت غوښتل د اخوانیانو مظاهرې په زور سره تیت پرک کړي.

مصري چارواکي وايي ټول نیول شوي ۱۰۰ کسان د اخوان المسلمین ډلې غړي دي.

امنيتي چارواکو ويلي چې د مصر په ګڼو ښارونو کې یې د اخوانیانو شاوخوا ۱۲۰ غړي نيولي دي.

خو د اخوان المسلمین ډلې یوه چارواکي ويلي، امنيتي ځواکونو د دوی تر ۳۰۰ ډېر غړي نيولي، چې ۱۳۰ یې په اسکندریه ښار کې نیولي دي.

Image caption وړاندې مصر پر واشنګټن تور پورې کړی و، چې ګني په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوي، او له واشنګټن نه یې غوښتي ول، چې دغه هېواد ته بهرني ټاکنیز څارونکي ونه لېږي.

په مصر کې دغه اړدوړ تر پارلماني ټاکنو ایله څو ورځې وړاندې رامنځ ته شوی دی.

ټاکل شوې چې د مصر پارلماني ټاکنې د روانې نومبر میاشتې پر ۲۸ ته وشي.

وړاندې مصر پر واشنګټن تور پورې کړی و، چې ګني په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوي، او له واشنګټن نه یې غوښتي ول، چې دغه هېواد ته بهرني ټاکنیز څارونکي ونه لېږي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې" د مصر د کورنیو چارو په تړاو د امریکا وروستۍ دریځ هېڅ د منلو نه دی. "

ورته مطالب