د ناټو غړو هېوادونو د توغندیو ضد دفاعي سیستم لاسلیک کړ

توغندی
Image caption روسيې په اروپا کې د توغندیو پر خپرولو نیوکه کړې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي په لیزبون کې د ناتو ټولو غړو هېوادونو د توغندیو ضد پر د دفاعي سیتم پرېکړه وکړه .

دا پرېکړه چې د ناټو ټول هېوادونه د توغنديو ضد دغه دفاعي سیستم تر چترلاندې راوستل شي د اتحاد غړو ملکونو ته د نورو هېوادو لخواد بالستيکي توغنديو د رسېدو وړتيا ته ځواب دى.

ولسمشر اوباما په پرتاگال کې د ناټو سرمشريزې کې ددې موافقې د اعلان پر مهال وويل:

''موږ په لومړي ځل د توغندي د داسې دفاعي سیستم په جوړولو موافقې ته ورسېدو چې د ناټو اروپايي سيمه او خلک، او امريکا د خپل چتر لاندې راوستى شي، دا هغه څه وو چې يو کال وړاندې مې امريکا لپاره اعلان کړي وو، زه روسيې سره په دې سیستم کار کولو ته سترگې په لار يم ځکه چې موږ او روسيه ډېر يو ډول خطرونو سره مخامخ يو.''

Image caption راسموسن:''ټوله نړۍ بدليږي، موږ نوو گواښونو او چيلنجونو سره مخامخ يو او دا ستراتيژيک نظر او تصور به دا باوري کوي چې ناتو زموږ د امنيت، سولې او پرمختگ نه دفاع په لړ کې اوس هم اغېزمنه ده.''

د واشنگټن په فکر لومړی گواښ له ايرانه متوجه دى، خو ترکيه چې کېدى شي ددې سیستم يو مهم رادار يې په خاوره ولگېږي گواښ کړى وو که په دې لړ کې په ځانگړې توگه د ايران نوم واخيستل شي ددې پلان ملاتړ به نه کوي.

دا په راتلونکې کې پرتو خندونو ته يو وړه اشارهده، ددې نه علاوه د قوماندې او کنټرول، د معلوماتو د تبادلې او د هر اړخيزه سیستم د لگښتونو ستونزې په مخکې پرتې دي.

دا چې د روسيې اعتماد هم په دې لړ کې واخيستل شي دا به هم اسانه نه وي.

ددې نه وړاندې روسيې ددې اندېښنې له امله چې د خپلو توغنديو قوت به يې اغېزمن کې د امريکا لخوا ټولې بلنې رد کړې وې.

د ولسمشر اوباما لخوا په دفاعي سیستم د موافقې له اعلان وړاندې د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن د دوه ورځنۍ سرمشريزي پرانیستلو پرمهال ويلي يي وو چې روان کانفرانس به ناټو نور هم اغېزمنه کړي.

د ناتو ستراتيزيکه طرحې په اړه ده وويل چې دا يوازې هيله نه بلکې د اتحاد لپاره پخو گامونوله اخيستلو معلومېږي چې په راتلونکې کې به پورته کيږي:

Image caption د ولسمشر اوباما لخوا په دفاعي سیستم د موافقې له اعلان وړاندې د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن د دوه ورځنۍ سرمشريزي پرانیستلو پرمهال ويلي يي وو چې روان کانفرانس به ناټو نور هم اغېزمنه کړي.

''ټوله نړۍ بدليږي، موږ نوو گواښونو او چيلنجونو سره مخامخ يو او دا ستراتيژيک نظر او تصور به دا باوري کوي چې ناتو زموږ د امنيت، سولې او پرمختگ نه دفاع په لړ کې اوس هم اغېزمنه ده.''

له لسو څخه په زياتو پاڼو ليکل شوې دې طرحې کې ددې هڅه شوې ده چې د ناټو اړتیا او پر نوي لور ددې تگ توجه شي، خو دا لا له ستراتيژيک انقلاب نه لري، بلکې تر ډيره بدلېدونکو حقيقتونو سره ځان جوړول دي.

د ناټو په اوسني چيلنج د افغانستان په جگړې به نن د ناټو د افغانستان په ماموريت خبرې کېږي.

ورته مطالب