ايرلينډ ته د 113 مليارډه ډالره پور پر ورکولو هوکړه وشوه

د ايرلينډ لومړی وزير
Image caption د ايرلينډ لومړي وزير دغه پور د خپل هېواد د اقتصادي سيسټم د ژغورلو لپاره ښه لاره بللې ده .

د ايرلينډ د اقتصاد او بانکي سيستم د ژغورنې لپاره د مالي مرستو پر يوې لويې ټولګې هوکړه شوې ده.

د دغې موافقې له مخې به اروپايي ټولنه او نړيوال وجهي صندوق د ايرلينډ جمهوريت ته د ١١٣ ميليارده ډالرو په ارزښت يورو ورکوي.

ايرليند له څو اونېو راهيسې له سختو اقتتصادي ستونزو سره مخامخ دى خو دوه اونۍ وړاندې يې لا له نړيوال پور منلو څخه انکار کاوه .

پر دغه تړون باندې له څو اونېو انکارونو او بې باوريو وروسته د دوشنبې د ورځې پر سهار د بازارونو له پرانستل کېدو وړاندې په برسلز کې د اروپايي ټولنې د مالېې د وزيرانو په غونډه کې هوکړه وشوه.

دا ١١٣ ميليارده ډالر به اروپايي ټولنه او نړيوال وجهي صندوق يا ايم ايف د پېنځه اعشاريه اته فيصده سود په شرط ايرلينډ ته ورکوي.

ځينې اقتصاد پوهان په دې اند دي چې د سود ددغې لوړې کچې له امله کېداى شي د ايرلينډ ستونزې نورې هم زياتې شي.

خو دايرلينډ لومړي وزير برين لينهن چې تر دغه تړون وروسته يې خبرې کولې وويل دا د ايرلينډ لپاره يوه ښه موافقه ده: ((د سود د کچې شرايط په دقيق ډول هماغه دي چې د يونان د اقتصاد د ژغورلو لپاره ټاکل شوي ول، ددې له مخې د پور ورکولو لپاره حکومت ته څلور کلن پلان ورکړ شوى او دا به حکومت د پيسو ورکولو په لړ کې پر ښه دريځ ودروي.))

د دغو ډالرو نژدې پېنځوس ميليارده د ايرلينډ بانکونو ته د ژغورلو لپاره ورکول کېږي او پاتې به د حکومت د لگښتونو د پوره کولو لپاره بېلېږي.

اقتصاد پوه مايکل هيوس وايي چې د ټولې اروپا د بانکونو د ژغورلو لپاره دا موافقه ډېره اړينه وه: (( دا د ايرلينډ د بانکونو د ژغورلو تړون دى، او اروپايانو په څرگند ډول د ايرلينډ د بانکونو ژغورلو ته اړتيا درلوده ، ځکه که دا بانکونه ناکامېږي، نو ډېر اروپايي بانکونه به له ځان سره ډوبوي.

او په دې حساب به د نړيوال مالي کړکېچ يو بل پړاو پيلېده چې لومړنى هغه يې درې کاله مخکې رامنځ ته شوى و.))

که څه هم اکثره اقتصاد پوهان پر دې خبره نژدې يوه خوله دي چې له دا ډول همغږه گام پرته بله لاره نه وه خوا دا چې هر پور د سود له لوړې کچې سره تړلى وي او که چيرې پر وخت ور نه کړل شي نو دا به د ايرلينډ د پور کچه نوره هم لوړه کړي .

دوی باور لري که داسې وشي نو بې له شکه به په ايرلينډ کې نورې ستونزې هم را وټوکوي.