د پاکستان په کراچۍ کې یوه باروړونکې چورلکه راوغورځېده

چورلکه
Image caption ویل کېږي چورلکه د پاکستان د سمندري او هوايي ځواکونو د استوګنې پر ځای د جناح له نړیوال ډګره لیرې رالوېدلې ده.

پاکستان کې لږ ترلږه اته کسان هغه مهال ووژل شول چې يوه باروړونکې چورلکه د کراچې له هوايي ډگره له پورته کېدو لږ وروسته پرځمکه راپرېوته او اور يې واخيست.

مړه شوي ټول روسان دي چې روسيې کې د جوړې شوې دغې چورلکې عمله وو .

چورلکه سوډان ته روانه وه چې هوايي ډگر ته نژدې د استوگنې په هغې سيمه کې پرېوته چې د پاکستانې ځواکونو له خوا کارول کېږي.

له لوېدو سره سمه له چورلکې سخته لمبه پورته شوه او شاوخوا يې څو ودانيو ته اور ورته کړ.

ویل کېږي چې د چورلکې په رالوېدو سره پرځمکه هم ځينې کسان وژل شوي دي.

دغه ال ۷۶ ډوله الیوشن چورلکه په روسیه کې جوړه شوې وه.

د پېښې یو عیني شاهد نبیل احمد د چورلکې د رالوېدو صحنه انځوروي:

''زه همدلته نژدې اوسېږم. یوه چورلکه له هوایي ډګره پورته شوه. د الوتکې ښۍ ډډې اور اخیستی و. کله چې الوتکه په دې سیمه کې راولوېده، یوه ستره چاودنه رامنځ ته شوه او د الوتکې ټولو خواوو اور واخیست. داسې ښکاري چې الوتکه به په بشپړه توګه ویجاړه شوې وي. د الوتکې د رالوېدو د ځای دواړو خواوو ته د استوګنې سیمې دي.''

ویل کېږي چورلکه د پاکستان د سمندري او هوايي ځواکونو د استوګنې پر ځای د جناح له نړیوال ډګره لیرې رالوېدلې ده.

که څه هم د الوتکې د رالوېدو لامل نه دی مالوم، خو چارواکي وايي چې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

د پاکستان د هوايي چلند یوه چارواکي ويلي چورلکه د یوې نوې جوړېدونکې ودانۍ پر سر رالوېدلې ده.

دا په تېرو څلورو میاشتو کې پاکستان کې درېیمه چورلکه ده چې رالوېږي.

د روانې نومبر میاشتې پر پنځمه هم د کراچۍ له هوايي ډګره تر پورته کېدا وروسته یوه کوچنۍ چورلکه رالوېدلې وه، چې لږترلږه ۲۱ کسان پکې وژل شوي ول.

او دا په اوو اوونیو کې په کراچۍ کې دویمه چورلکه ده چې پر ځمکه رالوېږي.

او د تېر جولای پر ۲۸مه بیا یوه ایربس چورلکه پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د مارګلې د غرونو په ډډه کې ر اپرېوته.

ورته مطالب