مولن: ویکيلیکس زموږ پوځيان له خطر سره مخامخوي

ښاغلی مولن
Image caption مایک مولن وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې ویکیلیکس ویلي وو چې ډېر ژر به تر پخوانۍ اندازې ډېر پټ اسناد خپاره کړي.

د امریکا جګپوړي پوځي مشر امیرالبحر مایک مولن د ویکيلیکس له وېبپاڼې غوښتي چې د امریکا د پوځ په اړه نا خپاره شوي مالومات خپاره نه کړي.

نوموړي ویلي که دغه وېبپاڼه پټ اسناد خپاره کړي، ښايي چې امریکايي پوځيان به له خطر سره مخامخ کړي.

مایک مولن وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې ویکیلیکس ویلي وو چې ډېر ژر به تر پخوانۍ اندازې ډېر پټ اسناد خپاره کړي.

ښاغلي مولن له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، "هیلمن یم چې د ویکیلیکس چارواکي به د دغو اسنادو د خپرېدو په خطر هم پوی وي، چې په نړۍ کې به زموږ پوځيان له لوی خطر سره مخامخ شي، موږ له دې وېبپاڼې غواړو چې نور پټ اسناد خپاره نه کړي."

پر همدې مهال د ارمیکا د بهرنیو چارو وزرات سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دغو نویو اسنادو کې داسې دیپلوماتیک پيغامونه هم شته، چې په روسیه، افغانستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو د چارواکو پرضد د فساد خبرې پکې شوې دي.

د ویکيلیکس وېبپاڼې ويلي هغه نوي پټ اسناد چې اوس یې خپرول غواړي، د پخوانیو خپرو شوو هغو پرتله اووه ځلې ډېر دي.

سرچینه وايي چې په دې کې زیاتره د دفاع وزارت اسناد دي، چې تر ۴۰۰ زرو لاسوندونو پورې رسېږي.

وړاندې د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن شخصاً له بهرنیوهېوادونوسره تماس نیولی و چې ښایي په هغواسنادو کې یې نومونه راشي چې د ویکیلیکس وېبپاټه یې خپرول غواړي.

ویکیلیکس په پام کې لري چې د امریکا د بهرنیوچارو د وزرات د یپلوماتیک پیغامونه چې ویل کیږي حساس مالومات پکې دی او له نوروهېوادنو سره د امریکې د اړیکو په اړه شخصې نظر یې پکې دی، خپاره کړي.

د بهرنیو چارو وزرات وایي دا افشاکونه به د امریکې ګټې زیانمنې کړي اوله نوروهېوادونو سره به اړیکي کړکېچن کړي.

ورته مطالب