سعودي د ترهګرۍ په تور ۱۵۰ کسان نیولي

منصور الترکي
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغو کسانو له القاعدې ډلې سره تړاو درلود.

سعودي عربستان وايي ۱۵۰ تنه یې القاعدې ته د کار په تور نیولي، چې زیاتره یې سعودي وګړي دي، حکومت وايي دغه کسان یې په تېرو اتو میاشتو کې نیولي، چې غوښتل یې پر حکومتي چارواکو او خبریالانو بریدونه وکړي.

یوه سعودي چارواکي ويلي، دغه کسان په یمن، صومالیا او افغانستان کې د القاعدې له شبکې سره تړاو لري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې نیول شوو کسانو له القاعدې ډلې سره تړاو درلود او کار یې ورته کاوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند منصور الترکي په یوه خبري ناسته کې ویلي سعودي چارواکو د نیول شوو کسانو شپږ سوه زره ډالر هم نیولي.

دوی وايي چې په نیول شوو کې ۱۲۴ یې سعودي وګړي او نور ۲۵ بهرنیان دي.

د چارواکو په وینا، نیول شوو کسانو په ۱۹ بېلابېلو ترهګریزو شبکو کې کار کاو.

الترکي زیاتوي، چې په نیول شوو کې افریقایان او د جنوبي اسیا ځینې وګړي هم شته.

د سعودي چارواکو ویناپاڼه زیاتوي چې له دغو کسانو سره یې پر سعودي چارواکو او خبریالانو د بریدونو په اړه جوړ شوي پلانونه هم نیولي دي.

دوی زیاتوي چې دوی پر انټرنېټ شبکې هم فعالیت کاوه چې د کورنیو چارو وزارت په وینا د ''قاتل، انور، المحب بالله او ابو ریان په مستعارو نومونو برېښنالیکونه استول.''

دوی وايي چې دغو کسانو پر انټرنېټ هم د ''مهاجر زمری، غریبه، ځلېدونکی ستوری'' په نومونو وېبپاڼې درلودې.

ورته مطالب