'د تهران په چاودنو کې ایرانی ساینسپوه وژل شوی'

تهران
Image caption تر دې مخکې د روان کال په جنوۍ میاشت کې هم یو ایرانی پروفیسور مسعود علي محمدي دې ته ورته په یوه برید کې وژل شوی و.

له ایران نه رسنیو خبر ورکړی، چې په تهران کې دوې چاودنې شوې، چې له امله یې د دغه هېواد یو ساینسپوه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

په یوه بله چاودنه کې بیا درې کسان ټپيان شوي دي.

د ایران العالم تلوېزیون عربي څانګې ویلي وژل شوی ایرانی اتومپوه جید شهریاري دی، او ښځه یې سخته ټپي شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې د اتوم دوه پوهان او د پوهنتون استادان ټپيان شوي دي.

د ایران حکومتي رادیو هم دا خبر تایید کړی دی.

رادیو وايي چې چاودنې په ګاډي کې د اېښودل شویو ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

په ټپيانو کې د پوهنتون یو استاد فریدون عباسي او د هغه ښځه ده.

د ایران حکومتي تلوېزیون پر خپله وېبپاڼه د چاودنې پړه پر اسراییلو اچولې ده، او وايي چې "صیونیستي اجنټانو دا ترهګریز برید او جرم هغه مهال کړی، چې شهریار او دوه نور استادان پوهنتون ته په ګاډو کې پرلاره ول."

د ایران فارس خبري اژانس بیا ویلي چې دواړه پوهان په بېلابېلو ځایونو کې په نښه شوي دي، او برید له موټر سایکل څخه ورباندې شوی دی.

سرچینه وايي چې شهریار د تهران په شمال کې د بهشتي پوهنتون د اتومي هندسې د برخې استاد و.

هغه په فزیک کې دوکتورا اخیستې او د دفاع وزارت د اتومي ګټو په اړه یې څېړنې کولې.

تر دې مخکې د روان کال په جنوۍ میاشت کې هم یو ایرانی پروفیسور مسعود علي محمدي دې ته ورته په یوه برید کې وژل شوی و.

ورته مطالب