انټرپول له اسانج نه د 'جنسي تېري' د تورونو سپيناوی غواړي

جولیان اسانج
Image caption د 'انټرپول' دغه امر د نوموړي د نيولو لپاره نه دی، بلکې ددې پر ځای يې له خلکو غوښتي چې د ده د اوسېدلو د ځای ځايګي په اړه که معلومات مومي، نو له پوليسو سره دې شريک کړي.

د نړيوالو پوليسو ادارې انټرپول امر صادر کړی چې د 'ويکيليکس' بنسټګر جولين اسانج دې ورته ځان حاضر کړي.

'انټرپول' ويلي دا امر يې ددې لپاره صادر کړی چې ښاغلی اسانج په سوېډن کې پر ده د جنسي تېري د لګېدلي تور په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي. خو نوموړی دغه تور ردوي.

د 'انټرپول' دغه امر د نوموړي د نيولو لپاره نه دی، بلکې ددې پر ځای يې له خلکو غوښتي چې د ده د اوسېدلو د ځای ځايګي په اړه که معلومات مومي، نو له پوليسو سره دې شريک کړي.

خو تر دې مخکې ښاغلي اسانج پر هغه د جنسي تېري لګول شوي تورونه رد کړي ول.

انټرپول وايي چې د ښاغلي اسانج په اړه یې ' سور اعلان' خپور کړی، نه دا چې هغه ونیسي، بلکې پر هغه د جنسي تېري په اړه لګول شوو تورونو ته ځواب ووايي.

ویکیلیکس وېبپاڼه او جولیان اسانج

ویکیلیکس د ۴۰ کلن استرالیا الاصله جولیان اسانج لخوا په ۲۰۰۶ کال کې په سويډن کې جوړه شوه.

دغه وېبپاڼه وتوانېده چې په لږ وخت کې ان کلېکاږل نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست پرتله خپل لوستونکي او لیدونکی زیات کړي.

جولیان اسانج د دولتي چارواکو او استخباراتي مؤسسو او څو ملیتي شرکتونو په مقابل کې مبارزه پیل کړه، چې د هغوی پټ اسناد راوباسي او نړیوالو ته یې وړاندې کړي.

له ده سره د دې وېبپاڼې لپاره شاوخوا ۴۰ کسان کار کوي، او دی خپله یو خاص استعداد لري چې له نورو لویو او خوندي کمپيوټرونو څخه مالومات یا محرم اسناد راوباسي.

Image caption انټرپول ويلي چې ښاغلی اسانج دې پر هغه د جنسي تېري د لګول شوو تورونو د سپيناوي لپاره ځان حاضر کړي.

او په نړیواله کچه له ده سره ۸۰۰۰ رضاکاران همکاري کوي او مالومات ورلېږي.

نوموړی په کمپيوټري او په عصري ټيکنالوجۍ کې ډېر مخکې دی.

نوموړی د میلبرن پوهنتون د فزیک او ریاضي څانګې څخه فارغ شوی.

څېړونکي وايي د امریکا په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې هم ځینې کسان په بهر کې د امریکا د روانې جګړې پلویان نه دي، چې ښايي دغو کسانو به هم له جولیان اسانج سره د پټو اسنادو په شریکولو کې مرسته کړې وي.

ورته مطالب