ویکیلیکس د پاکستان د اتومي وسلو په اړه اندېښنې خپرې کړې

د پاکستان توغندی
Image caption د پاکستان لخوا پرلپسې اتومي فعالیتونو ډېری نړیوال اندېښن کړي دي.

د ويکيليکس له لوري تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې بريتانيا، روسيه او امريکا د پاکستان د اټومي وسلو په اړه اندېښنې درلودې .

په اسلام اباد کې د امريکا سفير تېر کال په وار وار ويلي چې د دوی اصلي اندېښنه له دې توسنه نه ده چې ګنې توندلارې به دغه بمونه غلا کړي بلکې خو شونې ده چې پاکستاني کارګر له دغه ځايه څخه د تجزيې وړ توکي يوسي او د ځان لپاره د خامو اټومي توکو کارځی جوړ کړي .

په دغو نویو مالوماتو کې راغلي ویکیلیکس د سې شنبې پر ورځ ویلي، که څه هم په پاکستان کې ناامنۍ او سیاسي اړدوړ ډېر دی، خو دغه هېواد د خپلې جبه خانې د زیاتولو هوډ لري او پرلپسې هڅې کوي.

ویکیلیکس وېبپاڼې دا هم ویلي، چې د ۲۰۰۹ کال په سپتمبر میاشت کې د برتانیا د بهرنیو چارو یوه چارواکي ماریوت لیزلي په خپل پټ پيغام کې امریکايي ديپلوماتانو ته ویلي، چې ''لندن د پاکستان د اتومي وسلو په اړه سخته اندېښنه لري.''

بل خوا په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې پيټرسن د ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې په خپل پيغام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي ول، چې ''اندېښنه دا نه ده چې اسلامي سخت دريځي وسله وال به د پاکستان اتومي وسلو ته لاسرسی ولري، بلکې له دې کبله وېره لرو چې ښايي د پاکستان په اتومي بټیو کې به کاریګر د اتومي وسلو د جوړولو کافي مواد بهر وباسي. ''

د ویکیلیکس په دغو ادعاوو کې، چې ځينې یې د ګارډین ورځپاڼې لخوا خپرې شوې، ویل شوي چې مسکو هم د لندن او واشنګټن په څېر د پاکستان د اتومي وسلو په اړه اندېښمن دی.

د دغو اسنادو پر استناد، د روسیې د بهرنیو چارو یوه ديپلومات یوري کورولیف ویلي ''سخت دريځي اسلامپال په پاکستان کې نه یوازې واک ته د رسېدو هڅې کوي، بلکې د دغه هېواد پر اتومي وسلو هم د کنټرول کوښښونه کوي.''

روسیه اندېښمنه ده

کورولیف زیاتوي چې ''د پاکستان له اتومي وسلو او جبه خانې سره له ۱۲۰ تر ۱۳۰ زرو پاکستانیانو پورې په یوه طریقه نه یوه طریقه سروکار دی، او هېڅ داسې ضمانت نه شته، چې اتومي وسلې یې دې خوندي وي، په تېره بیا اسلامپاله سخت دريځي هڅه کوی چې خپل اجنټان زیات کړي.''

دغه راز په دغو اسنادو کې راغلي چې افغان ولسمشر د هغو جنايتکارانو او د نشه يي توکو د قاچاقچيانو د خوشي کېدو امر کړی و چې ايتلافي ځواکونو نيولي ول.

دغه راز د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو هم په دغې خوشي کونه کې لاس درلود، خو لوی څارنوال ښاغلی الکو د ويکيليکس څرګندونې ناسمې او بې باوره بولي.

ورته مطالب