متکي: ایران د خلیج عربي هېوادونو ته ګواښ نه دی

ښاغلی متکي
Image caption ښاغلي متکي د عربي هېوادونو چارواکو او وزیرانو ته وویل "زموږ ځواک په سیمه کې ستاسو ځواک دی او په سیمه کې ستاسو ځواک زموږ ځواک دی.

ایران د خلیج عربي هېوادونو ته ویلي چې ګني دغه هېواد د دوی لپاره کوم ګواښ نه جوړوي، بلکې غواړي چې د ایران د اتومي هڅو په تړاو د ویکیلیکس لخوا د راپورته شوو اندېښنو کچه راټيټه کړي.

ویکیلیکس ویلي وو چې د خلیج عربي هېوادونه د ایران د اتومي هڅو په اړه سخت اندېښمن دي.

په یوه تازه رپوټ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي په بحرین کې د خلیج د امنیت په کنفرانس کې وویل هېڅ داسې اندېښنه باید موجوده نه وي چې له ایران څخه د وېرې لامل شي.

ښاغلي متکي د عربي هېوادونو چارواکو او وزیرانو ته وویل "زموږ ځواک په سیمه کې ستاسو ځواک دی او په سیمه کې ستاسو ځواک زموږ ځواک دی."

نوموړي دا راز زیاته کړه "زموږ د هېواد وده د نورو لپاره یوازې د ودې لاره ده."

لوېديځ له تهرانه دا وېره لري چې ګني ایران اتوم بم جوړول غواړي، خو ایران بیا په وار، وار ویلي چې اتومي هلې ځلې یې یوازې د یورانیمو د بدايولو په موخه دي، نه دا چې اتوم جوړ کړي.

ويكيليكس

د یوه خلیجي عربي هېواد وزیر په نارسمي څرګندونو کې د ایران په اړه ویلي چې "موږ وېره لرو."

که څه هم ښاغلي متکي د ویکیلیکس وېبپاڼې د ادعاوو په اړه څه ونه ویل، خو دغې وېبپاڼې تېره اوونۍ هغه سلګونه پیغامونه رابهر کړل، چې د امریکا د سفارتونو او ځینو عرب مشرانو ترمنځ تبادله شوي ول.

په دغو پیغامونو کې د ایران د ځواکمنېدا او د اتومي هڅو په اړه سختې اندېښنې هم ښودل شوې وې.

خو متکي وویل "باید د لوېديځ رسنیو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ ترمنځ یو بل ته د خبرو چوغلیګري وکړي... موږ هېڅکله هم د خپل ګاونډي او په تېره بیا د مسلمان ګاونډي هېواد پروړاندې خپل ځان نه ځواکمنوو."

وړاندې ویکیلیکس د سعودي پاچا ملک عبدالله له خولې دا هم ویلي وو چې ګني امریکا یې هڅولې چې د ایران پر اتومي بټیو برید وکړي.

په اسنادو کې د ښاغلي عبدالله دا پيغام هم راغلی و چې له واشنګټن نه یې د هغه په وینا "د ښامار سر غوڅ کړﺉ" غوښتنه کړې وه.

د امریکايي دپلوماتانو لخوا دغه خپاره شوي پیغامونه د ایران په ''شیعه توب''د دغه هېواد د اتومي هڅو او عرب مشرانو په تېره بیا د سني عربستان ترمنځ د لازیاتو شکونو د پیدا کېدا لامل شول.

Image caption د امریکايي دپلوماتانو لخوا دغه خپاره شوي پیغامونه د ایران په شیعه والي د دغه هېواد د اتومي هڅو او عرب مشرانو په تېره بیانو د سني عربستان ترمنځ د لازیاتو شکونو د پیدا کېدا لامل شول.

متکي وویل د ایران ګاونډيان باید تر بهرني فشار لاندې رانشي.

د راتلوکې دوشنبې پر ورځ ایراني چارواکي په جنیوا کې د شپږو سترو ځواکمنو هېوادونو له استازو سره جرګه کېږي، چې غالباً د ایران د اتومي پروګرامونو په اړه به خبرې وکړي.

خو ایران لا له وړاندې ویلي چې له "خپلو اتومي هڅو به تېر نه شي" چې دې خبرې لوېديځوال هم اندېښمن کړي دي.

دغه هېوادنه (امریکا، روسیه، چین، فرانسه، برتانیا، او المان) له ایران نه غواړي چې خپلې اتومي هڅې ودروي.

ورته مطالب