ويکيليکس: په کرزي کې دوه جلا شخصيتونه سيالي کوي

ښاغلی کرزی
Image caption د ٢٠٠٩ کال په يوه مخابره کې د حامد کرزي له خولې ويل شوي چې: "امريکا هڅه کوي ددې لپاره پاکستان وويشي او افغانستان کمزورى کړي چې د ترهگرو ډلو خلاف مبارزه جاري وساتلى شي. دغه راز يې امريکا تورنه کړې چې له ايران سره يې لاس يو کړى او غواړي د هغه اصلي سيال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالى کړي."

پر انټرنېت د امريکا د پټو ډېپلماتيکو مخابرو د برسېره کېدو لړۍ د افغانستان په اړه د ځينو مهمو اسنادو په راوتلو سره پنځمې ورځې ته ننه وته.

دغه اسناد چې په نړۍ کې د امريکايي استازو له خوا واشنگټن ته او يا له واشنگټن نه هغوى ته استول شوي، د ويکي ليکس پر انټرنېټ پاڼه راوتلي دي.

په دې مخابرو کې د ولسمشر حامد کرزي مشرتوب ارزول شوى، د فساد پراختيا او په افغانستان کې د ايران لاسوهنو ته گوته نيول شوې ده.

د ٢٠٠٩ کال په يوه مخابره کې د حامد کرزي له خولې ويل شوي چې: "امريکا هڅه کوي ددې لپاره پاکستان وويشي او افغانستان کمزورى کړي چې د ترهگرو ډلو خلاف مبارزه جاري وساتلى شي. دغه راز يې امريکا تورنه کړې چې له ايران سره يې لاس يو کړى او غواړي د هغه اصلي سيال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالى کړي."

د امريکا سفير کارل ايکنبېري په يوه مخابره کې په کرزي کې دوه متقابل شخصيتونه ښودلي دي: "يو په کې داسې هيجان وهلى شخصيت دى چې د ملت جوړونې په اساساتو هم نه پوهېږي. بله بڼه يې، د يوه داسې ځيلي سياستوال ده چې ځان ورته ملي اتل او هغه څوک برېښي چې د خپل هيواد دفاع ته ولاړ دى او گواکې نه پرېږدي چې عبدالله يې د غير مرکزي کولو د سياست په نتيجه کې تجزيه کړي."

په بله مخابره کې د ماليې دوزير عمر زاخېلوال له خولې راغلي چې "کرزى يو خورا کمزورى شخصيت دى چې حقايقو ته غوږ نه ږدي ، خو د ځان خلاف د دسيسو ډېرو بې مانا آوازو ته هم ارزښت ورکوي."

په يوه بله مخابره کې د هلمند د ولايت پر څوکۍ د برتانوي ځواکونو او ولسمشر کرزي ترمنځ د ناندريو خبره شوې ده. ويل شوي چې کرزي غوښتل شير محمد اخندزاده بيا د هلمند والي وټاکي چې د عليزي ټبر يې د حکومت خواته راواوړي. دغه هڅه دوه وارې، يو ځل په ٢٠٠٨ کال کې د گلاب منگل تر ټاکل کېدو درې مياشتې وروسته او بل ځل په ٢٠٠٩ کال کې شوې، خو برتانويانو يې مخالفت کړى دى."

په يوه بله مخابره کې د کاناډا د سفير ويليام کراسبي له خولې تر پارلماني ټاکنو وړاندې راغلي چې د امريکا سفير ته يې په تېره فبرورۍ کې ويلي و:"نړيواله ټولنه دې د خاموش اکثريت په دفاع کې ودرېږي او که نه نو دا پړه به پرې راشي چې کرزى او د هغه کورنۍ يي ولې پرېښودل چې پر ټول هيواد د قيموميت هسې يو سيستم وتپي چې په کندهار کې چلېږي."

تېر کال ولسي جرگې ته د نوې کابينې د وړاندې کولو په تړاو د امريکا سفارت واشنگټن ته په استولې يوه مخابره کې کښلي دي:

"په تاييد شويو وزيرانو کې داسې برېښي چې د کرنې له وزير آصف رحيمې پرته بل داسې څوک نشته چې د بډو تور دې پرې نه وي لگېدلى."

په دغو مخابرو کې افغانستان داسې يو هيواد ښودل شوى چې هر څه په کې خرڅلاو ته وړاندې شوي. مثلا" د ٢٠٠٩ کال په يوه مخابره کې د سوداگرۍ د مخکني وزير وحيدا لله شهراني له خولې راغلي چې وزارت يې له لاريو نه د کال ٢٠٠ ميليونه ډالره ټولوي، خو يوازې دېرش ميليونه يې حکومت ته ورکول کېږي.

د شهراني له خولې ويل شوي له همدې امله ده چې په هرات کې د سيمه ييز دفتر د مشرتابه لپاره يو سړى چمتو دى چې ٢٥٠ زره ډالر رشوت ورکړي.

Image caption د ولسي جرگې مرستيال، ميرويس ياسيني يوه امريکايي چارواکي ته ويلي چې د ايران د استخباراتو يوه چارواکي پرې زور اچولى چې د غونډې په آجندا کې د ولسي مرگ ژوبلې خبره چې د ناټو په عملياتو کې وژل شوي، ځاى کړي او په بدل کې به يې ملاتړ وکړي.

خو په يوه بله مخابره کې پخپله وحيدالله شهراني ياد شوى چې د تېلو په يوه معامله کې يې پيسې وهلي دي. بل ځاى، سفير ايکنبېري د ښاغلي شهراني ډېر ښکلي کورته په اشاره سره ويلي چې "افغانان پخپله پوهېږي چې څوک فاسد دى".

په يوه بله مخابره کې د سيد محد امين فاطمي له خولې ويل شوي چې وکيلانو ترې پيسې غوښتې چې د روغتيا د وزير په توگه يې تاييد کړي. په مخابره کې د يوه وکيل د رايې لپاره زر ډالره ښودل شوي دي."

په نورو مخابرو کې په افغانستان کې د ايران ښکېلتيا ته گوته نيول شوې ده. په يوه کې د ولسمشرۍ د دفتر د رييس عمر داود زي له خولې راغلي چې وايي:

"ايران په افغانستان کې د ځينو مذهبي مشرانو پر تمويل سربېره، ځينو مرستيال وزيرانو او نورو چارواکو ته هم ، چې يو يا دوه يې دننه په ارگ کې دي، پيسې ورکوي."

''د ایران خونړۍ لاسوهنه''

په ٢٠٠٧ کال کې د امريکا د دفاع د يوه مرستيال وزير اېريک ايډل مان له خولې هم ويل شوي چې کرزي ته يې ويلي"د ايران لاسوهنه له يوې ورځې نه بلې ته خونړۍ کېږي." په مخابره کې دا هم ويل شوي چې کرزى وايي ايران هڅه کوي د افغانستان مخه ونيسي چې په سيمه کې پر يوه ترانزيتي مرکز وانه وړي."

په يوه بله مخابره کې په ولسي جرگه کې د ايراني چارواکو د فعاليتونو په اړه گواښنه اورول شوي چې وکيلانو ته وايي د نړيوالو عسکرو خلاف تگلارې جوړې کړي او په خپلو بحثونو کې تل امريکايي ضد خبرې مطرح کړي.

د ولسي جرگې مرستيال، ميرويس ياسيني يوه امريکايي چارواکي ته ويلي چې د ايران د استخباراتو يوه چارواکي پرې زور اچولى چې د غونډې په آجندا کې د ولسي مرگ ژوبلې خبره چې د ناټو په عملياتو کې وژل شوي، ځاى کړي او په بدل کې به يې ملاتړ وکړي.

د بهرنيو چارو د مخکني وزير رنگين دادفر سپنتا له خولې هم راغلي چې امريکاييانو ته يې ويلي و: ايران د پاکستان هومره افغانستان ته خطرناک دى.

Image caption د بهرنيو چارو د مخکني وزير رنگين دادفر سپنتا له خولې هم راغلي چې امريکاييانو ته يې ويلي و: ايران د پاکستان هومره افغانستان ته خطرناک دى.

ويکيليکس انټرنېټپاڼې د افغانستان ترڅنگ، د گڼو نورو هيوادو د مشرانو او چارواکو په اړه هم د امريکايي ډېپلمتانو استولي پټ اطلاعات خپاره کړي چې په ډېرو کې يې خورا جنجال جوړ کړى دى.

د ايټاليا او روسيې مشرانو د امريکايي ډېپلماتانو دغه ډول ارزونې غندلي او هغه يې د امريکايي ډېلپماسۍ د ځان غوښتنې نښه بللې ده.

د جرمني ځينو پارلماني وکيلانو د امريکا له سفير نه غوښتي چې استعفى وکړي. ځينو لوېديځو سرچينو په کابل کې د کاناډا د سفير په اړه هم ويلي چې د افغانستان پر حالاتو يې امريکايي چارواکو ته په کړو خبرو استعفى کړې ده.

ورته مطالب