د بريتانيايي وکيل سکرتره روسيې ته په جاسوسۍ تورنه ده

کاتيا زاتولي وېتر

د بريتانيا د ولسي جرگې يوه غړي دا تورونه رد کړي چې گنې پارلماني سکرتره يې د روسيې جاسوسه وه.

هغه تېره اوونۍ نيول شوې ده. وکيل مايک هانکوک وويل چې هغې هېڅ وران کار نه دى کړى او روسيې ته يې د هغې د بېرته شړلو خلاف د استيناف غوښتنه کړې ده.

دا ځوانه ښځه چې په يوه عکس کې د سمندر پر څنډه د تفريح پر حال ښودل کېږي، ظاهرا" جاسوسې ته ورته نه برېښي. خو د استخباراتو په نړۍ کې ظاهري څېره غولوونکې وي.

په بريتانيايۍ ورځپاڼه- سنډي ټايمز کې ددغه خپاره شوي عکس تر څنگ راغلى ريپوټ وايي چې کاتيا زاتولي وېتر په همدغسې يوې چارې بوخته وه.

هغه اوس روسيې ته د بېرته استونې له گواښ سره مخامخ ده، ځکه فکر کېږي چې هغې به د روسيې د بهرنيو استخباراتو ادارې - SVR ته کار کاوه.

د ورځپاڼې په ريپوټ کې د يوې امنيتي سرچينې له خولې راغلي چې ددغې ٢٥ کلنې ښځې شتوالى د هېواد له ملي امنيت سره په ټکر کې دى. خو لېبرال ډېموکرات وکيل - مايک هانکوک وايي چې هغې هېڅ بد کار نه دى کړى.

کاتيا زاتولي وېتر ته په لومړي ځل د بريتانيا د امنيتي ادارو پام په اگست کې هغه مهال چې له يوې رخصتۍ څخه راستنېده، واوښت او د لندن په يوه هوايي ډگر کې ترې اوږدې پوښتنې وشوې.

هغې درې کاله په ولسي جرگه کې له دغه لېبرال ډيموکرات وکيل سره کار کړى، ولسي جرگې ته د ننه وتو پاس لري او استخباراتي ادارو يې مخکې په اړه پلټنې کړې وې.

ښاغلى هانکوک د پورتسموث د سيمې وکيل دى چې په بريتانيا کې د سمندري ځواک تر ټولو لويه اډه لري.

سربېره پر دې د ولسي جرگې د دفاعي جرگه گۍ غړى هم دى، خو ټينگار کوي چې دا يو هم ددې سبب نشي کېداى چې څوک دې ورپسې جاسوسان وگوماري.

د کورنيو چارو وزارت وويل چې په دوديز ډول د دا راز انفرادي قضيو په اړه نظر نه څرگندوي.