د مومندو ځانمرګي په لسګونو مرګ ژوبله اړولې ده

له ډېورنډ کرښې سره نژدې موموندو قبايلی سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې لږترلږه (۴۰) کسان وژل شوی دي. راپورونه وايي بريد د مومندو اېجنسۍ له يوې حکومتي ودانۍ سره شوی چې چارواکيو په کې د طالبانو ضد خپلو ملګريو سره کتل.

په بريد کې په لس ګونو نور ټپيان شوي هم دي. مومند له ډېورنډ کرښې سره نژدې سيمه ده چې طالبانو او القاعدې مرکز بلل کېږي. د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهيسې په دغې سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي، خو د اورپکيو له خوا دغه ډول بريدونه په منظم ډول ترسره کېږي. د طالبانو يو وياند ويلي دغه بريد دوی ترسره کړی دی.

وژل شويو ترمنځ قبايلي مشران او د پوليسو چارواکي شامل دي

محمد خالد خان


راپورونه وايي بريد دوو ځانمرګيو له خوا ترسره شوی چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې، او د مومندو مهم ښارګوټي (غلنی) کې يې دولتی ودانۍ په نښه کړې وه. د بريد مهال په ودانۍ کې څه د پاسه (۱۰۰) کسان وو، او د دولتي چارواکيو او سيمه ييزو طالب ضد ډلو ترمنځ خبرې کېدې. يو چارواکي (محمد خالد خان) اسوشيېټېډ پرېس ته ويلي د وژل شويو ترمنځ قبايلي مشران او د پوليسو چارواکي هم شامل دي. په بريد کې لږترلږه دوه خبريالان هم وژل شوي دي.


شاخوا (۲۵) ټپيان د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي. د مومندو سيمي دولتي مشر (امجد علي خان) چې کېدی شي د بريد موخه و، له پېښې روغ وتلی دی.

د سيمه ييزې ادارې يوه چارواکي بي بي سي ته وويل يو ځانمرګی چې پر موټرسايکل سپور و، د غونډې په مهال د ناستې ځای ته ورننوت او خپل چاودېدونکي توکي يې وچول. لږ شېبه وروسته يو بل بمي بريدګر چې دی هم پر موټر سايکل و د ودانۍ له دروازې سره چاودنه وکړه.


امجد علي خان وويل بريدګرو خپل ځانمرګري اسکټونه له ګوليو ډک کړي وو، چې همدا د مرګ کچې د لوړوالي لامل و.

له هغه راهيسې چې د پاکستان حکومت په (۲۰۰۷) کال کې په پلازمېنه اسلام اباد کې د توندلارانو پر يو جومات بريد کړی، د القاعدې او طالبانو په بريدونو کې په زرګونو خلک وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .