محکمې د جولیان اسانژ په ضمانت خوشي کول ونه منل

Image caption د ښاغلي آسانژ وکیل مارک سټیفن ، پر خپل موکل د تورونو په تړوا د معلوماتو د ورکړې له امله له قاضي مننه وکړه

په لندن کې محکمې د ویکلیکس د ویبپاڼې د جوړونکي جولیان آسانژ په ضمانت خوشې کول ندي منلي.

د لندن پولیسو اعلان وکړ چې ښاغلی آسانژ د سه شنبې په ورځ د پولیسو یو مرکز ته ورغی او ونیول شو، ټاکل شوې چې ښاغلی اسانژ د ویست منېستر محکمې ته ودرول شي.

محکمې ده ته ویلي چې د دسمبر میاشتې تر ۱۴ نېټې به په بند کې پاتې شي او په دې اړه به تصمیم ونیسي چې سویډن ته یې وسپاري که نه، چېرې چې پر هغه د جنسي تېري تور لګېدلی دی.

د ښاغلي آسانژ وکیل مارک سټیفن ، پر خپل موکل د تورونو په تړوا د معلوماتو د ورکړې له امله له قاضي مننه وکړه:

هغه په لندن کې له څارنوال څخه غوښتنه کړې چې پر ده د لګول شوي تور شواهد وړاندې کړي، له موږ او محکمې سره دې شریک کړي، چې دغه تورونه څومره ریښتیا دي، او زه فکر کوم چې زموږ له خوا به یې پوره هرکلی وشي.

جولیان له اګست میاشتې راهیسې د معلوماتو په راټولو بوخت دی، نو کله چې معلومات د هغه لاس ته ورغلل ، نو تر ډېره به وغواړي چې د سویډن له څارنوال سره مخامخ شي.

محکمې ته د ښاغلي آسانژ پر ضد لګیدلي تورونه واورول شول خو پخپله دی دا تور نه مني چې په سویډن کې یې پر دوو مېرمنو جنسي تېری کړی دی.

د ښاغلي آسانژ وکیلان ادعا لري چې دده قضیې ته سیاسي بڼه ورکول شوې. ښاغلي آسانژ هم ویلی چې د سویډن حکومت دده شخصیت ته زیان رسول غواړي. د سویډن حکومت د جولیان اسانژ د وکیلان دا غوښتنه لا مخکې رد کړې وه چې دده له نیولو دې ډډه وکړي.

اوس د فلم ډایریکټر کېن لوچ، او د څېړنیزو چارو خبریال جان پېلګر تیار و چې د ښاغلي آسانژ ضمانت وکړي، خو محکمې دغه ضمانتونه ندي منلي.

د ویکیلیکس وېبپاڼې جوړوونکي له بندي کېدو سره سره دغې ویبپاڼې د رازونو افشا کولو لړۍ نده بنده کړې، او ګڼ نور رازونه یې هم افشا کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د ویکلیکس وېبپاڼې د جوړوونکي جولیان آسانژ د نیولو هرکلی کړی دی.

ښاغلي ګېټس دغه خبرې افغانستان د سفر پر مهال کړي، او دا یې یو ښه خبر ګڼلی دی.

ورته مطالب