پاکستانی وزیر له ځانمرګي بریده روغ رمټ ووت

نواب محمد اسلخ خان ریساني
Image caption ښاغلی ریساني یو بانفوذه قومي مشر دی، چې د پاکستان د پيپلز ګوند غړیتوب هم لري.

د بلوچستان ایالت په کوټه کې د بلوچستان پر اعلی وزیر ځانمرګی برید شوی.

برید په کوټه کې د وزیر د ګاډو پر کاروان شوی، چې له امله یې لږترلږه یو تن وژل شوی او نهه نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان پولیس وايي، په برید کې وزیر نواب محمد اسلم خان ریساني ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پولیسو ویلي برید کوونکی پر موټر سایکل سپور او د وزیر د کاروان مخې ته یې ځان والوځاوه.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې په بلوچستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

ښاغلی ریساني یو بانفوذه قومي مشر دی، چې د پاکستان د پيپلز ګوند غړیتوب هم لري.

تېره ورځ په مومندو ایجنسۍ هم یوه ځانمرګي برید لسګونه کسان ووژل.

دا د یوې میاشتې د ننه په بلوچستان کې پر دولتي چارواکو دویم برید دی.

تر دې مخکې د دسمبر پر لومړۍ نېټه د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې ایالتي مشر نواب ذوالفقار مقسي هم له یوه ورته بریده روغ رمټ وتلی و.

د بلوچستان په مرکز او شمالي ولسوالیو کې طالبان او اسلامپال ډېر فعالیت لري.

ورته مطالب