د ويکيليکس جوړوونکي د لندن پولیسو ونیو

جولين اسانژ

د ویکیلیکس وېبپاڼې بنسټګر چې د امریکا د پوځ پټ اسناد یې خپاره کړي، د لندن ميټروپولیټن پولیسو ونیوه.

پر هغه له دوو ښځو سره د جنسي اړیکو د نیولو تور و، چې هغه دا تورونه نه مني.

د برتانیا پولیسو ویلي د لندن پولیسو ښاغلی اسانج نن سهار (د دسمبر اوومه) په لندن کې ونیو.

د پولیسو په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې له ۳۹ کلن اسانج سره اړیکه ونیول شوه، چې بیا هغه په لندن کې د سهار پر نهه نیمو بجو د پولیسو مرکز ته ځان حاضر کړ او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړ.

مخکنی رپوټ

د ويکيليکس وېبپاڼه چې دا يوه اوونۍ يې د پټو امريکايي اسنادو په خپرولو سره نړيوال مطبوعات بوخت ساتلي ول، اوس پخپله د خبر موضوع گرځېدلې ده.

د نړۍ په گوټ گوټ کې عدلي چارواکي هڅه کوي د هغې جوړوونکى جوليان آسانژ د قانون کومې مادې ته برابر کړي چې ونيول شي.

د امريکا لوى څارنوال په ډاگه کړه چې ددغسې يوې مادې د موندلو کار چټک شوى دي.

په سويس کې بيا چارواکو د ښاغلي آسانژ د بانکي حساب د کنگلولو اعلان وکړ. په بريتانيا کې هم، چې ويل کېږي ښاغلى آسانژ به پکې اوسي، چارواکو د هغه د نيولو د نړيوال امر څېړل پيل کړي چې د سويډن له خوا ور رسېدلى دى.

د بي بي سي خبريال مارکس جورج وايي چې د جوليان آسانژ پر چاپير عدلي کړۍ لگيا ده راتنگېږي. بريتانيايي پوليسو ته د هغه د نيولو لپاره ټول اسناد چمتو شوي دي.

که دا کار وشي يا چې کله دا کار وشو، هغه به د سيمې يوه قاضي ته وړاندې کېږي چې سويډن ته يې د سپارنې قضيه واورېدل شي.

پر هغه تور دى چې په سويډن کې يې پر دوو ښځو جنسي تېرى کړى دى، خو دى وايي، دا دروغ دي.

د هغه د سپارنې وروستۍ پرېکړه د بريتانيا د کورنيو چارو د وزيرې تېرېسا مى په واک کې ده.

دا لسمه ورځ ده چې ويکيليکس هره ورځ د امريکا هغه پټ اسناد رابرسېره کوي چې ددغه هېواد ډېپلماتانو له بېلابېلو هېوادونه واشنگټن ته استولي يا له واشنگټن څخه هغوى ته رسېدلي دي.

تر ټولو وروستى خپور شوى سند چې امريکا او متحدين يې ډېر وقهرول، په نړۍ کې د هغو تاسيساتو ليست دى چې امريکا يې د خپلو ملي گټو لپاره ارزښتناک بولي.

د بريتانيا دفاع وزير ليام فاکس وويل چې نويو خپرو شويو معلوماتو يې هېواد اړ کړى چې يو څه وکړي: ''ددې برسېره کونو مقصد دادى چې امريکا خپلو غليمانو ته سر ټيټې کړي او زيان ورواړوي.

موږ ته په کار ده چې خپل دومره نژدې ملگرى په داسې بې دفاع حالت کې يوازې پرېنږدو. دا په لوى لاس غوره شوې برسېره کونې دي او هدف يې دادى چې په امريکاييانو او موږ کې درز واچوي او فکر نه کوم چې موږ به دا وزغمو. ''

د ويکيليکس بريتانيا مېشتي وکيل مارک سټيونز ومنله چې د امريکا لپاره د ستراتيژيک ارزښت لرونکو تاسيساتو په برسېره کولو سره به د هغو کسانو تله درنه شي چې ويکليکس خطرناکه اداره بولي: ''زما په فکر داسې يو شى شونى دى، خو فکر کوم دا خبره هم دهېرېدو نده چې امريکاييانو خطا نښه نيولې ده.

زما هدف دادى چې دوى ها د چا خبره د استازي په وژلو پسې مټې رانغښتې دي.

خو دلته د استازي څه گناه ده! موږ دلته د هغو ځينو دولتي څېرو د رسوا کېدو شاهد يو- او دا يوازې امرييکاييان نه دي نور هم شته-- چې خپلو رايه ورکوونکو ته مخامخ يو څه وايي او چې هغوى ته يې شا شي، بيا بيخي نور څه کوي.''

ددغو اسنادو پر خپرېدو د امريکا له قهر سره سره ، د هغه هېواد د عدل وزارت لا تر اوسه د ويکيليکس پر بنسټ اېښودونکي جولين آسانژ رسمي تور نه دى لگولى.

خوکه داکار وهم شي، ښاغلى آسانژ وايي د امريکا د پټو اسنادو خپرول به ونه درېږي. د هغه يوه وکيل وويل چې پر ده د تورونو د لگولو هڅه سياسي دلايل لري.

ورته مطالب