د نړۍ لوړې ژورې: دين

د نړۍ لوړې ژورې لړۍ وروستۍ برخه د ۲۰۱۱ كال په جون كې د خلكو په ژوند كې د دين او مذهب ارزښت ارزوي.

د ګالوپ څېړنې موندنې ښيي چې په نړيواله كچه ۸۴% سلنه غټان لا تر اوسه دين ته په دې سترګه كوري چې د دوى د ورځني ژوند يوه مهمه برخه جوړوي، چې دغه باور په تېرو څلورو كلونو كې نه دى بدل شوى.

دغه څېړنه چې په ۲۰۰۹ كال په ۱۱۴ هېوادونو كې ترسره شوې، ښيي چې د بنګله دېش، نيجر، يمن او اندونيزيا په ګدون په ۱۰ هېوادونو كې لږ ترلږه ۹۸% سلنه خلك وايي دين د دوى په ژوند كې مهم دى.

تر ټولو ډېرو مذهبي هېوادونو هر يو يې په نسبي ډول بېوزلى دى، چې د سړي سر ټول كورنى توليد يې له ۵ زرو ډالرو كم دى. خو له دې سره په توپير، په هغو هېودونو كې چې د سړي سر ټول كورنى توليد يې ډېر لوړ دى، د خلكو يوازې %۴۷ سلنه يې وايي دين دوى ته مهم دى.

په څېړنه كې تر ټولو كم مذهبي هېوادونه ايستونيا ۱۶%سلنه، سويډن ۱۷% سلنه او دنمارك په ۱۹% سلنه راغلي دي.

مکه معظمه

د راپورونو له مخې په نړې کې د مسلمانونو شمېر ۱،۶ مليارډه دى

د څلورو كمو عايداتو لرونكيو هېوادونه چې كم مذهبي بلل شوي، درې يې د پخواني شوروي اتحاد غړي وو، چې په ۱۹۹۱ كال كې يې تر نړېدو پورې، پر مذهبي څرګندونو په كې بنديز و.

ان د لوړو عايداتو لرونكيو هېوادونو كې عقيده په پراخ ډول توپير كوي. امريكايان د اروپايانو په پرتله، چې په هېوادونو كې يې كليسا ته تګ په لوېدو دى، دين ته ډېر ارزښت وركوي.

په امريكا متحدو ايالتونو كې دننه هم په ورځني ژوند كې د دين ارزښت په پراخ ډول سره توپير كوي. د مسيسيپي اوسېدونكي داوه كوي چې له نورو ډېر مذهبي دي، او ۸۲% سلنه يې وايي دين د دوى په ژوند كې ډېر مهم دى، په نيوهامپشاير كې يوازې ۳۶% سلنه وايي دين دوى ته ارزښت لري.

د كاتوليك او پروټېسټانټ كليساوو په ګډون مسحيت لا تر اوسه داوه لري چې د نړۍ تر ټولو ستر دين دى، چې په نړۍ كې يې د لارويانو شمېر ۲،۱ مليارډو ته رسېږي، او د نړۍ د خلكو ۳۲ سلنه برخه جوړوي. د اسلام د لارويانو يا مسلمانونو شمېر د راپورونو له مخې ۱،۶ مليارډه دى، چې په ۲۰۰۹ كال كې يې د نړۍ د خلكو ۲۳%سلنه جوړوله.

تاسې څه فکر کوۍ؟ که غواړئ خپلې نظر يا تجربې را سره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .