د ډيسمبر اوومه - نن په تاريخ کې

نن د ميلادي کال شمېر له مخې د ډيسمبر اوومه نېټه ده ، پر دغې ورځ په نړۍ کې يو شمېر پېښې په دې ډول دي .

  • ۱۷۴۲

    اليزابت پيتروونا د روسيې امپراتوره شوه.
  • ۱۸۷۷

    ټامس اډيسن ګرامافون جوړ کړ.
  • ۱۹۱۷

    د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال امريکا ۱۳ هېواد شو چې د اتريش پر ضد يې د جګړې اعلان وکړ.
  • ۱۹۲۴

    په ګازو چلېدونکي يخچال جوړ شو.
  • ۱۹۳۷

    هالنډي وزير رومې اعلان وکړ، چې واده شوې ښځې کار نشي کولای او له کاره يې منع کړې.
  • ۱۹۴۲

    جاپانيانو د پېرل يا ملغلرو پر بندر بريد وکړ.
  • ۱۹۴۲

    امريکا د جاپان لومړنی اوبتل ډوب کړ.
  • ۱۹۶۰

    د عاج ساحل له فرانسې څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ.
  • ۱۹۷۰

    لوېديز جرمني او پولنډ عادي اړيکي له سره پيل کړل.
  • ۱۹۷۵

    د اندونيزيا پوځ ختیځ تېمور ونيو.
  • ۱۹۸۱

    هسپانيا د ناټو تړون غړی هېواد شو.
  • ۱۹۸۷

    فلسطينيانو په لوېديزه غاړه کې د اسراييلو پر خلاف پاڅون وکړ.
  • ۱۹۸۸

    ارمنستان کې د ريختر اته درجې سخته زلزله وشوه چې ۵۵۰۰۰ کسان يې ووژل او پېنځه ميليونه نور يې بې کوره کړل.
  • ۱۹۸۸

    ميخايل ګورباچف په ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد د سرتېرو شمېر په يو اړخيز ډول لس په سلو کې را کم کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .