له روسيې سره د نشه يي توکو پر ضد مبارزې تړون لاسليک شو

ويکټور ايوانوف
Image caption د روسيې دنشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر ويکټور ايوانوف وايي د روسيې مارکيټونه له هغو نشه يي توکو ډک دي چې له افغانستان ورته راوړل کېږي.

افغانستان، پاکستان او تاجکستان له روسيې سره يو تړون لاسليک کړى چې له مخې به يې دغه هېوادونه د نشه يي توکو پر وړاندې ، مبارزې په برخه کې همکاري زياتوي او د نشه يي توکو د کاروباريانو په تړاو به له يو بل سره معلومات شريکوي.

قاچاقوونکي له افغانستان څخه د منځنۍ اسيا او روسيې له لارې نشه يي توکي لېږدوي خو روسيه په دې هم اندېښمنه ده چې په کور دننه يې د روږدو شمېره مخ په ډېرېدو ده.

له روسيې سره د افغانستان، پاکستان او تاجکستان له لورې شوې د دغې موافقې پر بنسټ به ياد هېوادونه د هېروينو پر وړاندې د مبارزې هڅې ګړندي کوي .

د نشه يي توکو له اړخه ځپل شويو څلور واړه هېوادونو يو تړون لاسليک کړی چې د کوکنارو کروندې به ويجاړوي، پر پوډرو به يې د اړولو لابراتوارونه له منځه وړي او د نشه يي توکو د کاروباريانو په اړه به د معلوماتو په راکړه ورکړه کې يو له بله سره همکاري کوي.

په دې باب نور جزييات نه دې خپاره شوي چې دا کارونه به يوازې افغان حکومت تر سره کوي او که څلور واړه هېوادونه به په گډه پکې برخه اخلي ؟

روسيه هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د هيروينو د بالقوه فلج کوونکي کړکېچ سره مبارزه وکړي، چې دغه هېواد يې د لږ ترلږه دوه ميليونه روږدو کسانو په درلودلو سره په نړۍ کې د هېروينو د کاروونکو په تر ټولو ستر هېواد بدل کړی دی.

په روسيه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر ويکتور ايوانوف ويلي، د روسيې مارکيټونو ته له افغانستانه هيرويين د تاجکستان، قرغيزستان او قزاقستان له لارې لېږدول کېږي.

نوموړی زياتوي، نشه يي توکي د پاکستان له لارې هند او چين او نورو آسيايي هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

تېرکال د روسيې ولسمشر ديمتري ميدويدويف په افغانستان کې تو ليد شوي نشه يي توکي د روسيې ملي امنيت ته گواښ بللى و.

د روسيې د نشه يي توکيو ضد ادارې مشر ويکتور ايوانوف ويلي و چې په افغانستان کې د نشه يي توکيو پر وړاندې جوړه شوې تگلاره ناکامه ده او بايد له سره ورته کتنه وشي.