احمر مستي خان: امريکا دې بلوچستان هم د ايساف په فعاليتونو کې راونغاړي

پاکستان

دبلوچستان د امريکايي ملګرو د ډلې وياند احمر مستي خان په سه شنبه په واشينګټن ډي سي کې د رېو سينټر په يوه خبري غونډه کې د وکيليکس دهغو رسوا شويو اسنادو په باب رسنيو ته خپلې اندېښنې په ډاګه کړې چي وايي د سپيني ماڼۍ واکمن د بلوچستان دمسلې په حل کې دبلوچستان د استازو پرځای يوازې دپاکستان پوځ او ای. ايس. ای خپل ګڼي.

احمر مستي خان ويل چې زه د وکيليکس دهغو راپورونو په باب ډېر زيات اندېښمن يم چې د امريکا دبهرنيو چارو وزارت په ګډون ددغه هيواد نورې سرکارې ادارې اوټولنې د افغانستان او پاکستان په مسايلو کې يوازې د پاکستان پوځ او ای. ايس. ای دخپل لاس لکړه ګڼي.

ده دپاکستان پرپوځ او ای ايس ای دا تور تکرار لګاوه چې وايي مذهبي اورپکي روزي په افغانستان او پاکستان کې ستونزې خدای را زېږولي سبب يې دده په قول پاکستان دی.

احمرمستي خان وايي چې دا تګلاره دځان وژنې مانا لري. دده په قول چې د دې تاو نه يوازې تر بلوچستان او افغانستان وځي بلکه امريکا به يې خپله هم عواقب وګالي.

ده تور لګاوه چې د روانې ميلادي مياشتې پر لومړۍ نېټه پاکستاني لښکرو دبلوچستان يو مخور قومي مشر ايوب جان ګيچکي د دوو زامنو په ګډون پينځه کسان په خپل کور کي ووژل.

ده تور لګاوه چې پاکستان سمدلاسه په بلوچستان کې بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.

احمر مستي خان سربېره پردې تور غوسه او اندېښنه ښووله چې امريکايي واکمنو او ای ايس ای دملګرو ملتونو دکډوالو دټولنې د ونډې مخالفت وکړ چې غوښتل يې دده په قول دبلوچستان ملي اتل برامداغ بوګټي ته دکابل څخه اروپا ته سرپنا برابره کړي.

ده ګردسره دا تور لا ولګاوه چې دپاکستاني چارواکو سره داسې خبري هم شوي چې مقصد يې دطالبانو دمشرانو دخلاصون په بدل کې برامداغ بوګټي پاکستان ته په لاس ورکول کېده.

ده ويله چې د دغه خبري غونډې موخه يې نه د وکيليکس غندل او نه دفاع کول دي دده په قول د وکيليکس دښو اوبدو قضاوت به تاريخ به خپلو پاڼو کې په خپله ثبت کړي.

خو تر ټولو خطرناکه کار دده په قول د امريکايي چارواکو اوپاکستاني جنرالانو معاملې دي.

احمر مستي خان په ډاګه وويل چې بلوڅان د اسلام اباد په ملکي حکومت هيڅ باور نه لري ځکه چې ملکي حکومت دپاکستان اصلي بادار پوځ ته دده په قول هيڅ هم نه شي ويلای.

احمر مستي خان غوښتنې له امريکايي چارواکو نه

۱:امريکايي چارواکي دي دبلوچستان د راتلونکي په باب دبلوڅو د اصلي مشرتابه او د اصلي سياسي ګوندونو سره خبري وکړي.

۲:امريکايي چارواکي دې پر پاکستان خپلې مرستې ژر تر ژره بندې او دپاکستاني پوځ سره دې اړيکې وشلوي.

۳: له پاکستان څخه دې وغواړي چې د بلوچستان نه خپل لښکر وباسي.

۴: د افغانستان او پاکستان په تګلاره کې له سره کتنه او دايساف په فعاليتونو کې دې بلوچستان هم راونغاړي.

۵: همدارنګه يې په بلوچستان کې د ژر تر ژره د امريکا دکونسلګرۍ دجوړولو، دبلوڅانو لپاره په بلوڅي ژبه د امريکا ږغ ديوې خپرونې دپيلولو اود بلوچستان څخه د تلونکو کډوال لپاره په لوېديځ کې دسرپنا دشرايطو اسانول وغوښتل.

که څه هم پاکستاني چارواکو په دې باره کې تراوسه څه نه دي ويلي خوپه تير اکټوبر کې دبخښنې نړيوال سازمان په خپل راپور کې اندېښنه ښوولې وه چې په بلوچستان کې په څلورو مياشتو کي تر څلوېښت زيات بېله محاکمې مرګونه شوي دي.