د ډيسمبر لسمه- نن په تاريخ کې

واوره

په کال 1688 کې پاچا دويم جميز لندن پرېښود.

په 1799 کال کې په فرانسې کې ميتريک سيستم رامنځ ته شو.

په کال 1887 کې اتريش، هنګري ايتاليا او بريتانيا د بالکان پوځي تړون لاسليک کړ.

په کال 1898 کې د هسپانيا او امريکا ترمنځ جګړه پای ته ورسېده.

په 1901 کال کې د سولې لومړۍ جايزه جين هنري دوننت ته ورکړل شوه.

په 1941 کې د بريتانيا د شهزاده ويليام جنګي بېړۍ په سينګاپور کې ډوبه شوه .

په 1941 کال کې جاپاني پوځيان پر فليپين ورښکته شول.

په 1942 کال کې هيټلر ته د هالند د خلکو د مشر لقب ورکړل شو.

په 1947 کې شوروي اتحاد او چکسلواکيا سوداګريز تړون لاسليک کړ.

په کال ۱۹۵۲ کې اسحق بن زېوي د اسرايلو دويم ولسمشر شو.

په 1961 کې البانيا او شوروي اتحاد خپلمنځي اړيکي سره پرې کړل.

په کال 1978 کې انورالسادات ته د سولې جايزه ورکړه شوه.

په 1990 کال کې د هند په حيدر اباد کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ نښته وشوه چې 140 تنه پکې ووژل شول.

په 1994 کالې اسحاق رابين، شيمون پېرز او ياسر عرفات ته د سولې جايزه ورکړل شوه.

په 1985 کال کې په بوفالو ښار کې تاريخي واوره وشوه، چې په څلورويشتو ساعتونو کې څه کم څلوېښتو انچو ته ورسېده.