د عراق په الانبار کې دوو چاودنو ۱۱ کسان ووژل

عراق
Image caption الرمادي د الانبار ولایت مرکز او د اورپکو د یو قوي مرکز په سترګه ورته کتل کیږي.

د عراق امنيتي چارواکو ویلي د الانبار ولایت په مرکز الرمادي ښار کې یوه ځانوژونکي له چاودېدونکو توک ډک ګاډی د ولايتي ادارې د ننوتو په دروازه کې چوولی، چې لږترلږه ۱۱ کسان یې وژلي دي.

الرمادي د الانبار ولایت مرکز او د اورپکو د یو قوي مرکز په سترګه ورته کتل کیږي.

په وروستیو څو اوونیو کې عراقي چارواکو ګڼې نیونې کړې چې وایي دغو سړو له القاعده سره اړیکي لرل.

رویټرز خبري اژانس د الانبار ولایت د مرستیال والي له خولې ل یکلي "چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه ځای حکومتي ودانۍ ته څېرمه وشوه. ښايي د وژل شوو شمېر تر دې هم واوړي او د ځینو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی."

د الرمادي د پولیسو سرچینې ویلي، یوه ځانوژونکي خپل ګاډی په ځايي وخت د سهار پر لسو بجو د الانبار ولایتي ودانۍ ته څېرمه وچووه.

دغه سیمه له پلازمېنې بغداده شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لیرې ده.

د ویلو ده چې د "عراق اسلامي دولت" په نامه چې د القاعدې ډلې یوه قوي برخه بلل کېږي، تېر کال پر همدې ځای برید وکړ، چې د الانبار والي قاسم الفهداوي پکې سخت ټپي شو.

بل خوا رويټرز د الرمادي د پولیسو په حواله ویلي، پر همدې مهال یوې بلې چاودنې د الرمادي ښار د بسونو تمځای ولړزاوه.

د ویلو ده چې الانبار ولایت د مساحت له مخې د عراق له پراخو ولایتونو څخه دی، چې د عراقي حکومت او امریکايي ځواکونو پرضد پکې د وسله والو فعالیتونه ډېر ول.

خو په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د ويښتابه په نامه شوراګانې او وسله والې ډلې حمایه شوې، چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.

بل خوا د پلازمېنې شمال ختيځ دیالي ولایت په مرکز بعقوبه کې هم یوه ځانوژونکي برید د حسيني کاروان په نښه کړ، دوه کسان یې ورووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

د ویلو ده چې شیعه وګړي د محرم په لومړیو لسو ورځو کې د امام حسین د شهادت مراسم لمانځي.

ورته مطالب