کله چې ویلادیمیر پوتین د ټولو په مخ کې سندره وايي

که څه هم د روسیې لومړی وزیر ویلادیمیر پوتین یو سیاستوال دی، خو د تېرې جمعې پر ماښام یې پیانو غږولو ته لاس کړ او د سیما د مشهورو ستورو په مخ کې یې پیانو وغږوله، چې دې مراسمو تر سهار پورې دوام وکړ.

Image caption د لومړي وزیر یوې حکومتي کوچنۍ وېبپاڼې د هغه یو انځور هم خپور کړ، چې له ايټالوۍ اداکارې اورنیلا موتي او ځینو نورو ممثلینو سره ناست دی.

پوتین په سان پيټرزبرګ ښار کې د یوه خیریه سندريز جشن پرمهال یوه مشهوره روسۍ سندره وویله او ورسره یې پیانو هم غږوله.

په دې مراسمو کې د هغه د ګډون موخه له سرطان ناروغۍ څخه له کړېدونکو ماشومانو او هغو سره چې د سترګو له نعمته بې برخي دي، مرسته او ملاتړ و.

د "نننۍ روسیه" تلوېزیوني چینل ویلي چې ښاغلي پوتین په لومړی سر کې له دې جشن کې له ګډون نه انکار کاوه، خو له ټینګار وروسته راضي شو چې هلته ورشي او پیانو وغږوي، همدا وو چې د روسیې مشهوره سندره "اې زما وطنه ستا مینه به له کومه پیلومه" یې له هغو روسي استخباراتي عناصرو سره یوځای زمزمه کړه، چې تېر اوړی امریکا له خپلې خاورې شړلي ول.

تر ټینګار وروسته پوتین پیانو ته کښېناست، لومړی یې ورو – ورو سندره زمزمه کوله، خو بیا وروسته یې په انګلیسي ژبه سندره په زوره کړه او بیا یې پیانو هم ورسره مل کړه.

پوتین ته سختې چکچکې وشوې، چې دغو مراسمو ته مشهور سينمايي ستوري شارون، ستون، مونیکا بلوچسي، میکي راک او کیفن کوسټنار او جیرار چيپتغیو، کرت راسل، الان دیلون او نور ورغلي ول.

بلوبيري هېل

د لومړي وزیر یوې حکومتي کوچنۍ وېبپاڼې د هغه یو انځور هم خپور کړ، چې له ايټالوۍ اداکارې اورنیلا موتي او ځینو نورو ممثلینو سره ناست دی.

Image caption د پوتین پیانو او سندرې حاضر خلک هېښ کړل او چکچکې یې ورته وکړې.

خو پوتین په خپلې سندرې سره ناست کسان راپاڅول، او له هغه سره یې د لویس ارمسټرانګ ګوډه ماته انګریزي "بلوبيري هېل" سندره په چکچکو زمزمه کړه.

جشن د ویلادیمیر پوتین په ګډون د ټولو راغلو مېلمنو لخوا په ګډه په دې روسۍ سندرې چې وايي "زما کور مخې ته بوټی" له روسۍ سندریزې ډلې "زیملیاني" سره زمزمه او پای ته ورسېد.

د ویلو ده چې دغه سندره د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د روسي فضانوردانو لخوا ډېره ویل کېده، چې فضا ته تر پورته کېدا مخکې یې د بایکونرو په اډه کې زمزمه کوله.

ورته مطالب