ولسمشر کرزی د غازو د نللیکې د تړون لپاره ترکمنستان ته ولاړ

نل ليکه
Image caption که له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګاز نل ليکه و غځول شي، نو افغان لوري ته به هر کال شاوخوا 400 ميليونه ډالره ګټه رسېږي.

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د غازو د نلليکي د غځولو په تړاو د يوه تړون د لاسليکولو لپاره افغان ولسمشر حامد کرزى عشق اباد ته وخوځېد.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ويلي ټاکل شوې د غازو د نللیکې د غځولو دغه تړون به د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري ترمنځ لاسلیک شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له ښاغلي کرزي سره د هغه د کابینې ځينې وزیران هم ملګري دي.

د دغه تړون له مخې به په کال کې ۳۳ میلیارد مترمکعب غاز د ترکمنستان لخوا افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدول کېږي، چې افغانستان به له دې څخه شاوخوا پنځه اعشاریه یو میلیارد مترمکعب د بېلابېلو موخو لپاره رانیسي.

مخکنی رپوټ

د افغانستان د کانو وزير وحيد الله شهراني لا له وړاندې ترکمن پلازمينې ته تللی چې له اړونده چارواکو سره د دغه تړون لاسليکولو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د غاز لېږدولو دغه پروژه له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره له مهمو پروژو څخه يوه ګڼل کېږي.

د 1780 کيلومترو په اوږد والي د دغې نل ليکې څه باندې اوه سوه کيلومتره يې په افغانستان کې تېرېږي، چې د عملي کار له پيل سره به يې زرګونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د دې ترڅنګ دغه پروژه ځکه د افغانستان لپاره مهمه ده چې ويل کېږي له بشپړېدو سره به يې افغانستان ته د کال شاوخوا 400 ميليونه ډالره ګټه رسېږي.

له کلونو کلونو بحث او ځنډ وروسته داسې ښکاري چې د دې چارې د عملي پيل کېدو پر لور هڅې ګړندۍ شوې دي.

ولسشمر حامد کرزي په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل، د غازو د دغې نل ليکې د غځولو په اړه به د څلورو واړو هېوادونو ترمنځ د يوه تړون د لاسليکولو به موخه سبا(جمعه) ترکمنستان ته سفر وکړي.

Image caption له ښاغلي کرزي سره ترکمنستان ته په دې سفر کې د هغه د کابینې ځینې وزیران هم ملګري دي.

د افغانستان د کانو وزير وحيدالله شهراني لا له وړاندې دغه هېواد ته تللی چې له تخنيکي پلوه د دغې سترې اقتصادي پروژې اسناد بشپړ او د تړون لاسليکولو ته لاره هواره کړي.

د نورو ترڅنګ امنيتي ستونزې د دې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې له مهمې ننګونې بلل کېږي.

ځينې افغانان وايي که حکومت غواړي د افغانستان اقتصاد وغوړېږي او کورني او نړيوال پانګه وال په دغه هېواد کې پانګونه وکړي، نو لازمه ده چې د نورو اسانتياوو تر برابرولو وړاندې امنيت ټينګ کړي.

خو نور بيا په دې باور دي چې سترې اقتصادي پروژې د کار فرصتونه برابروي او ښايي د امنيت په ټينگولو کې هم مرسته وکړي .

ورته مطالب