د نړۍ مشهور کارپوهان: اوباما دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

طالبان
Image caption دغې ډلې دا هم ویلي د کرزي یوازې د خولې دا خبرې چې له طالبانو سره خبرې کوي، کوم ځای نه نیسي، بلکې عملي ګام باید واخیستل شي.

د افغانستان د مسایلو یو شمېر اغېزمنو نړیوالو کارپوهانو ولسمشر بارک اوباما ته لیک لیکلی او ورڅخه غوښتي يې دي چې په پاکستان کې له مېشتو طالب مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي.

دا د ۲۳ مخورو څېړونکو، لیکوالو د مرستندویه ټولنو غړو او د ورځپاڼه لیکونکو لخوا په داسې وخت کې لیکل شوی، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان د تګلارې په اړه غور کوي.

لیک لیکونکي استدلال کوي چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه ده او یو مخیز بدلون ته اړتیا لري.

دغو ښاغلو په خپل لیک کې ویلي چې د امریکا تګلاره ناکامه ده او د طالبانو مقاومت مخ پر ډېرېدا دی.

لیک لیکونکو د امریکا له ولسمشر نه د یوې داسې اوږدمهالې تګلارې غوښتنه کړې، چې له مخې یې په افغانستان کې یو ایتلافي حکومت جوړ او طالبانو ته پکې ځای ورکړل شي.

دوی وايي ښايي طالبان راتلونکی کال تر دې هم غښتلي او پياوړي شي.

دغه کسان چې د سیمې د کارپوهانو په نامه یادېږي، وايي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې امرکايي عسکر د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ دي او په وچ زور یې نه شي ماتولی.

دوی وايي دغو عملیاتو اوس داسې بڼه غوره کړې، چې عامو خلکو ته یې د سر او مال تر زیان پرته نورڅه نه دي ورکړي.

دوی وايي چې د روانې جګړې له امله د پښتنو او لوېديځوالو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي .

دوی وايي د طالبانو مشرتابه هم خبرو ته غاړه ږدي، چې دا کار د امریکا په ګټه دی.

دغې ډلې دا هم ویلي د کرزي یوازې د خولې دا خبرې چې له طالبانو سره خبرې کوي، کوم ځای نه نیسي، بلکې عملي ګام باید واخیستل شي.

خو په مقابل کې بیا د امریکا ولسمشر بارک اوباما او امریکايي جنرالان وايي چې د ناټو او امریکا عملیات بریالي دي، طالبان کمزوري شوي او د طالبانو ځواک یې په شا کړی دی.

د نړيوالو کارپوهانو له دغې ډلې يو هم ايټالوی څېړونکی 'انټونيو جيوسټوزی' دی چې وايي داسې نښې شته چې ښيي د شخړې دواړو غاړو مشران له ځينو شرطونو تېرېدو ته لېوال دي:

''مساله یوازې د جګړې په ډګر کې د پوځي ځواک خبره نه ده، دا طبعي خبره ده چې په سیمه کې د نړیوالو ۱۵۰ زره ځواکونو شتون اغېز لري، خو بیا مساله دا ده چې ایا دغه اغېز دوام لري او که نه، طالبان په اوږدمهالي ډول کمزوري کولی شي او که نه. له همدې امله له طالبانو څخه د سیمو نیول یوه خبره او ساتنه یې بله خبره ده. ''