اسراییلی پوځي د تومانچې د غلا په تور ۱۰ کاله بندي شو

جنرال ګابي اشکینازي
Image caption له دې پېښې سره د اسراییلو د جنرالانو د امنیت په اړه اندېښنه راټوکېدلې ده.

د اسراییلو رسنیو ویلي هغه عسکر، چې د پوځ د لوی درستیز تومانچه یې غلا کړې وه، په لسو کلونو بند محکوم شوی دی.

په تېر اګست میاشت کې پولیسو ویلي ول، چې لویس د جنرال ګابي اشکینازي یو عکس په خپل ګرځنده تیلې فون اخیستی او بیا یې د وسلو پېرلو یوه سوداګر ته ورکړی دی.

ماسکوټا منلې چې د جنرال تومانچه یې د هغه له دفتر څخه غلا کړې او بیا یې پر مجرمینو پېرلې ده.

هغه پوځي محکمې ته ویلي دا کار یې له دې امله کړی، چې له سختو مالي ستونزو او پورونو لاندې و.

محکمې ماسکوټا له خپلې دندې د ګوښه کولو پرېکړه کړې او د یوه نابود عسکر په توګه یې پېژندلی دی.

لویس ماسکوټا د پوځ د لوی درستيح جنرال ګابي اشکینازي په دفتر کې د یوه ساتونکي پوځي په توګه دنده پرمخ وړله.

له دې پېښې سره د اسراییلو د پوځ او په تېره بیا د جګپوړو جنرالانو د ساتنې لپاره جدي ګامونه اخیستل شوي دي.