د سټوکهولم د بریدګر هویت په ډاګه شو

تیمور عبدالوهاب
Image caption يوې اسلامي وېبپاڼې دغه شکمن بمي بريدګر داسې پېژندلی چې په عراق کې زېږېدلی او په سويډن کې اوسېده.

د "شموخ الاسلام" وېبپاڼې د هغه سړي عکس خپور کړی، چې د تېرې شنبې په ورځ یې د سويډن په پلازمېنه سټوکهولم کې برید کړی و، د دغه سړي نوم تیمور عبدالوهاب ښودل شوی دی.

نوموړې وېبپاڼه په خپل یوه رپوټ کې کاږي "د شموخ الاسلام وېبپاڼې په سويډن کې د برید کوونکي نوم او عکس ترلاسه کړل، چې هغه د مجاهد تیمور عبدالوهاب په نامه یادېده، دغه سړي په سټوکهولم کې استشهادي برید وکړ."

عبدالوهاب په دې انځور کې د یوې درې په منځ کې ولاړ دی، او دغه تنکي ځوان لوېديځ ډوله تور کالي اغوستي، او تورې عینکې یې په سترګو او دواړه لاسونه یې په په جیبونو کې دي.

دغې وېبپاڼې د هغه په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، او نه یې د هغه ګوند په ډاګه کړی دی.

د تېرې شنبې پر ماښام د سويډن په پلازمېنه سټوکهولم کې دوې هممهالې او نژدې چاودنې وشوې، چې بریدګر پکې ووژل شو او دوه نور کسان یې ټپيان کړل.

تر هغې څو دقیقې وړاندې د سويډن خبري رسنۍ "ټي ټي" او د دغه هېواد استخباراتي سازمان ته په سويډني او عربي ژبو یو برېښنالیک استول شوی و، چې ګني په دغه هېواد کې د اسلام پرضد جګړې په غبرګون کې به ژر بریدونه وشي.

په برېښنالیک کې دا هم ویل شوي ول، چې دا برید په افغانستان کې د مسلمانانو پرضد د جګړې په غبرګون کې کېدونکی دی.

سویډن چې د لومړي ځل لپاره د دا ډول بریدونو شاهد دی، په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۵۰۰ پوځيان لري، چې د ماموریت موده یې په راتلونکې جنورۍ کې پای ته رسېږي، چې بیا به یې د غځولو غوښتنه پارلمان ته وړاندې کېږي.

پلټنه

د سويډن پولیسو د تېرې یکشنبې پر ورځ وویل، چې د دغو چاودنو پلټنه کوي، او دا یې ترهګریز بریدونه بللي ول.

"ټي ټي" خبري اژانس تر چاودنو شېبه مخکې په افغانستان کې د سويډني عسکرو د شتون او د اسلام د سپېڅلي پيغمبر حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم " په اړه د کاریکاتور په غبرګون کې د کېدونکو له ګواښونو ډک غږیز پیغامونه ترلاسه کړي ول.

د سويډن د پولیسو د استخباراتي برخې مدیر اندرس تورنبيرګ ویلي "دا یوه ډېره خطرناکه ترهګریزه پېښه ده، چې اوس یې په اړه پلټنه روانه ده. "

پولیس تر یکشنبې ورځې پورې د دغو بریدونو په تړاو د تور ګوته چا ته نه وه نیولې.

خو يوې اسلامي وېبپاڼې دغه شکمن بمي بريدګر داسې پېژندلی چې په عراق کې زېږېدلی او په سويډن کې اوسېده.

ورته مطالب