پېښور کې د ښوونځي پر بس بمي چاودنه

چاودنې يو موټر ويجاړ کړی، چې د پېښې په ځای کې يې سوځېدلې تنه پاتې وه، او هم يې يوه کنده جوړه کړې وه. بمي چاودنې د پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې شوې، او ويجاړ شوی موټر د يو ښوونځي بس و.

په چاودنه کې د بس موټروان، او يو ۱۳ کلن هلک وژل شوي دي. دا د سړک غاړې بمي چاودنه وه. داسې ډول بم چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر ضد کارول کېږي، او په يوه ټوکرۍ کې ايښودل شوی و.

چاودنه په کره ډول د پېښور په پر کوهاټ واټ په (بالا ماڼۍ) سيمه کې شوې ده، چې پخوا هم د ډېرو چاودنو ليدونکې وه. تېره اوونۍ په مومندو، بيا په کوهاټ او هنګو کې هم ځانمرګي بريدونو په لسګونو خلک وژلي وو.

د دوشنبې (دوه نۍ) چاودنه کې د څلور تنو سختو ټپيانو ترمنځ يوه ۱۳ کلنه نجلۍ هم ده.

شپږ کلنې ايمان چې په چاودنه کې ټپي شوې، په روغتون کې له خپلې بسترې د رويټرز ټلوزيون ته وويل: "کله مې چې لوګی وليد، د بس شاته د خپلو ښوونکيو لور ته وځغلېدم، ښوونکيو راته ويل راځه راځه. نو بيا له بس ښکته شوو".

د دغې بمی چاودنې په اړه له ځايي خبريال (حضرت خان مومند) سره مرکه دلته اورېدی شیء:


پښور د پښتونخوا مرکز، د اورپکيو اډو، او هم ډېورېنډ کرښې ته نژدې دی. دغه ښار د طالبانو له خوا د پرله پسې بريدونو ليدونکی و، چې ډېر وخت حکومتي ادارې او د امنيتي ځواکونو مرکزونه په کې په نښه شوي دي.

خبريالان وايي اورپکيو په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په پرله پسې ډول ښوونځي، په تېره بيا د نجونو ښوونځي، په نښه کړي، خو تر ډېره په داسې وخت کې چې ماشومان به په کې نه وو.

پېښور

پېښور د طالبانو له خوا د پرله پسې بريدونو ليدونکی و

د پوليسو چارواکي وايي، کېدی شي د دوشنبې (دوه نۍ) بريد موخه د پوليسو د ګزمې موټر و، چې ډېر وخت له دغه ځايه تېرېږي.

پوليس د داسې شونتيا په ارزونه هم بوخت دي، چې کېدی شي بمي چاودنه د خپلې موخې په نښه کولو کې پاتې راغلې وي.

پر بس چاودنه له يو شخصي ښوونځي سره شوې ده، چې پر انرېګزۍ يې نوم (اسلاميه ماډل های سکول) تر اوسه پر بم ويجاړ شوي بس ليدل کېده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .