د دسمبر ١٣ مه د تاريخ په پاڼو کې

١٥٧٠ کال د دسمبر ١٣ مه : سويډن او ډنمارک د سولې تړون لاسليک کړ

١٦٤٢: هالنډي ماڼو ابيل تسمن نيوزيلنډ وموند

١٧٣٤ : انگلستان او روسيې سوداگريز تړون لاسليک کړ

١٧٥٩: په امريکا د موزيک لومړنى دوکان پرانيستل شو

١٨٤٣: د انگريز ناول ليکوونکي چارلز ډيکنز ناول د کرسمس سندره خپور شو او شپږ زره ټوکه وپلورل شو

١٨٨٩: بلجيم د ښځو او ماشومانو د کار قانون جوړ کړ

١٩١٦: د واورې ښوويدا په ٢٤ ساعتونو کې د اتريش او ايتاليا لس زره سرتيري ووژل

١٩٢٠ : د هالنډ په هاگ کې د جرايمو نړيواله محکمه جوړه شوه

١٩٤٩: د اسراييل ولسي جرگې پريکړه وکړه چې د دغه هيواد پلازمېنه دې بيت المقدس ته وليږدول شي

١٩٥١: مارگريټ تاچرې وادۀ وکړ ، دا وروسته د برتانيا لومړنۍ ښځه صدراعظمه شوه .

١٩٨٢ : زورورې زلزلې د يمن په شمال کې ٢٠٠٠ کسان ووژل .

ورته مطالب