جولیان اسانژ په ضمانت خوشی شو

جوليان اسانژ
Image caption دا دوهم ځل و، چې ښاغلی اسانژ په کې په محکمه کې راڅرګندېده.

د ويکيليکس وېبپاڼې بنسټ ايښودونکی جوليان اسانژ سره له دې چې په ضمانت او له شرطونو سره يې د خوشي کولو حکم شوی، لا تر اوسه په لندن کې په بند کې دی.

سويډن سپارښتنه کړې چې دی دې وروسپارل شي. دی هلته له جنسي تېري سره په تړاو تورونو غوښتل شوی دی. پر دغه حکم د بيا غور غوښتنه بايد په ۴۸ ساعتونو کې وړاندې شي.

ښاغلی اسانژ سويډن ته د سپارنې په وړاندې مبارزه کوي، چې د سږ کال په لومړيو کې پر دوو ښځو د جنسي تېري تور پرې لګېدلی دی.

دی دغه تورنه ردوي، او وايي تر شا يې سياسي انګېزې دي، او د دې لپاره راپورته شوي، چې دی او د ويکيليکس وېبپاڼه يې بې اعتباره کړي. د نوموړي بريتانوي وکيل مارک سټېفنز وويل د سپارنې خبره ډېر وخت نيسي او يو اوږد بهير وي:

''د سپارنې بهير کېدی شي څو کاله وخت ونيسي. موږ له (ګاری مکېنن) سره وليدل چې امريکا ته يې سپارنې چارې تر اوسه روانې دي او شونې ده چې ان تر سبارنې پوې ونه رسېږي، نو دا کېدی شي خورا اوږده موده وي. او د دغه دليل له مخې موږ په ریښتيا نه پوهېږو چې څارنوال له دې د نندارې يوه محکمه جوړه کړې ده.''

ښاغلي (اسانژ) په ضمانت خوشي کېدنې حکم له دې شرط سره مل دی چې دی محکمې ته د امنيت به بدل کې (۲۰۰) زره پونډه او پر دې سربېره ۴۰ زره پونډه د ضمانت په ډول ورکړي. خو دی له زندان نه سمدلاسه نه خوشي کېږي، ځکه تر هغه چې د ضمانت پيسې خپل ځای ته رسېږي، پوره وخت نيسي. ښاغلي سټېفنز وويل په زندان کې شرايط ناوړه دي.

''موږ د ده قانوني ډله پوهېږو چې يو بې ګنا سړی د زندان په يوه ګوښې خونه کې يو بله شپه تېروي چې له نورو بنديانو سره د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوې. دی د ورحې ۲۳ نيم ساعته په تړلې کوټه کې دی، او د ورځې ۲۴ ساعته د له سرو ښکته وړانګو انځورګرۍ لاندې دی. نو دا خورا يو ځوروونکی حالت دی چې دی ترې تېرېږي.

دی پوستې ته لاسرسی نه لري، ده ته د ورځپاڼو لوستنو اجازه نشته، يا د ټايمز مجله چې يوه ګڼه يې وراستولې وه. خو پاکټ يې د زندان څارونکیو له خوا څېرل شوی و، او ده ته تش پاکټ ورکړل شوی و.''

پر ښاغلي اسانژ باندې تور دی چې د اغلې اې په پېژندګلوۍ ښځې سره يې ناخوندي جنسي اړيکه نيولې، کله چې دې پرې ټينګار کاوه چې بايد کنډوم وکاروي.

پر نوموړی د دې تور هم دی چې د اغلې ډبليو په بېژونګلوۍ بلې ښځې سره، په داسې حال کې چې ويده وه، ناخوندي جنسي اړيکه نيولې. له محکمې بهر د جوليان اسانژ يو ملاتړي واګان سمېت چې يو خبريال دی، وويل دی ښاغلي اسانژ ته د استوګنې لپاره خپل کور وړاندې کوي:

Image caption د ښاغلي اسانژ په خوشي کونه کې دا شرطونه هم دی چې دی بايد هره شپه لس بجې په کور وي، يو برېښنايي څار اله به يې له حان سره وي، او پاسپورټ به يې له پوليسو سره وي.

''دا يوه ستره خبره ده، دا د رسنيو د ازادۍ مساله نه ده. دا د انټرنېت خبره ده. زه فکر کوم چې موږ بايد د خبريالانو په توګه د قانون په اړه اندېښمن و چې ښايي د ژورنالستانو په توګه زموږ ازادي محدوده کړي.

زه فکر کوم ښاغلي اسانژ د د خبريالان تر مخ يوه لويه هېنداره ايښې ده، او ډېری خبريالان چې موږ وسره خبرې کړې هغه څه چې دوی يې په يو صنعت او سوداګرۍ کې ګوري په اړه يې ډېر اندېښمن دي، چې کېدی شي واک ته د هغه څه به برتله چې موږ غوښتل ډېر نژدې ښکاري.''

دا دوهم ځل و، چې ښاغلی اسانژ په کې په محکمه کې راڅرګندېده. دی دوه اوونۍ وړاندې د سويډن له خوا خپرې شوې يوې نړيوالې سپارښتنې لاندې نيول شوی دی.

د ده مور کرېسټين ته اجازه ورکړل شوې چې له خپل زوی سره پر ټليفون خبرې وکړي. دې وويل زوي يې د نړيوال ملاتړ خبرې په اورېدو خوښ و.

''ما ورته وويل چې څنګه د نړۍ په ټولو برخو او هر ډول هېوادونو کې خلک له شعارونو سره ولاړ وو، او د ده د ازادۍ او عدالت نارې يې وهلې، او ده پرې له زړه نه خوښی څرګنده کړه. د يوې مور په توګه زه له نړۍ غواړم چې زما د زوی لپاره راپاڅېږي.''

په وروستيو اوونيو کې ويکيليکس د امريکا د لوړې چې ديپلوماتيکو مزيو جزييات خپاره کړي، چې د ترهګرۍ او نړيوالو اړيکو په څېر بېلابېلو حساسو مسالو رازونه يې سپړل.

د ښاغلي اسانژ په خوشي کونه کې دا شرطونه هم دی چې دی بايد هره شپه لس بجې په کور وي، يو برېښنايي څار اله به يې له حان سره وي، او پاسپورټ به يې له پوليسو سره وي.

ورته مطالب