د دسمبر ۲۰مه د تاریخ په پاڼو کې

 ادولف هېتلر
Image caption د ١٩٢٤ کال کال د دسمبر په ٢٠ ادولف هېتلر له زندانه ازاد شو

د ١٧٨٠ کال د دسمبر په ٢٠ انگلستان د هالنډ پرضد جگړه اعلان کړه

د ١٩١٥ کال د دسمبر په ٢٠ روسي ځواکونو د ايران د 'قُم' ښار لاندې کړ

د ١٩١٩ کال د دسمبر په ٢٠ د امريکا کانگرېس مهاجرت باندې محدوديتونه ولگول

د ١٩٢٢ کال د دسمبر په ٢٠ شوروي اتحاد له ١٤ جمهوريتونو څخه جوړ شو

د ١٩٢٤ کال کال د دسمبر په ٢٠ ادولف هېتلر له زندانه ازاد شو

د ١٩٤١ کال د دسمبر په ٢٠ جاپاني ځواکونه په مېنداناو کې ښکته شول د ١٩٤٢ کال د دسمبر په ٢٠ جاپانيانو کلکته بمبار کړه

د ١٩٧١ کال د دسمبر په ٢٠ د پاکستان ولسمشر يحي خان استعفا ورکړه

د ١٩٨٣ کال د دسمبر په ٢٠ ياسر عرفات له خپلو ٤ زرو ملاتړو سره لبنان نه ووت

د ١٩٩٥ کال د دسمبر په ٢٠ د امرېکا د هوايي کرښې يوه الوتکه کولمبيا کې ولوېده له سپرليو نه يې ١٥٩ تنه ووژل شول او پنځه يې ژوندي پاتې شول.

ورته مطالب