ایرانی فلم جوړوونکی په شپږ کاله بند محکوم شو

جعفر پناهي
Image caption جعفر پناهي په ۱۹۹۵ کال کې د هغه د ''سپين پوکاڼي'' فلم په برکت د 'کن' د سینمايي نندارې یوه طلايي جایزه وګټله.

ایراني چارواکو په نړیواله کچه فلم جوړونکې پېژندل شوې څېره 'جعفر پناهي' ملي امنیت ته د جنایت په تور په ۶ کاله بند محکوم کړی دی.

ښاغلی پناهي چې د ایران د حکومت منتقد دی ۲۰ کاله ددې حق نه لري چې د فلم جوړولو په برخه کې فعالیت وکړي.

جعفر پناهي تر دې وروسته د دې حق هم نه لري چې له رسنیو سره وغږېږي او یا له ایرانه بهر سفر وکړي.

د هغه مدافع وکیلې فریده غیرت ویلي جعفر پناهي د ایران له (ایسنا) خبري اژانس سره په خبرو کې له حکومت څخه پر پرېکړه بېرته له سره د غور کولو غوښتنه کړې ده.

جعفر پناهي تېر ۱۳۸۸ کال له ۱۷ نورو کسانو چې ښځه او لور یې هم پکې ول، په تهران کې په خپل کور کې ونیول شول.

له دغو کسانو څخه یو شمېر یې بېرته خوشي شول، خو ۴۹ کلن فلم جوړوونکی د تهران په اوین'' زندان کې درې میاشتې واچول شو.

د نړۍ ګڼو هنرمندانو او سینمايي ستورو د جعفر پناهي د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي پناهي په زندان کې د نه خوړو اعتصاب وکړ، خو سږ کال هغه په ضمانت راخوشی شو.

هغه په خپله وروستۍ محکمه کې ځان یو غیرسیاسي فلم جوړوونکی وباله، او وویل چې: "د یوه داسې فلم د جوړولو په تور محاکمه کېږم، چې ان په سلو کې یې ۳۰ برخه هم لا نه ده جوړه شوې، زما په ګمان زما او زما د همکارانو نیول په حقیقت کې د ټول هېواد پر فرهنګپالو، هنرمندانو او سینمايي څېرو یو ډول ګوزار دی. "

Image caption هغه په ۲۰۰۶ کال کې هم د برلین د سینمايي نندارې پرمهال د خپل افسایډ غوره فلم جایزه وګټله.

دغه ایراني فلم جوړوونکي غوښتل چې د ونیز په سنیمايي نندارتون کې د ''اکارډيون'' په نامه د لنډ فلم د لیدو لپاره له ایران څخه سفر وکړي، خو بهر ته اجازه ورنه کړل شوه.

جعفر پناهي په ۱۹۹۵ کال کې د هغه د ''سپين پوکاڼي'' فلم په برکت د 'کن' د سینمايي نندارې یوه طلايي جایزه وګټله.

هغه په ۲۰۰۶ کال کې هم د برلین د سینمايي نندارې پرمهال د ''افسایډ''په نامه د خپل غوره فلم جایزه وګټله.

ورته مطالب